Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

مجاهد: په پنجشېر او تخار کې هيڅ نظامي پېښه نه ده شوې

کابل (پژواک، ۱۷ غویی ۱۴۰۱): ځینې سرچینې په تخار او پنجشېر ولایتونو کې د نښتو او مرګ ژوبلې اوښتو ادعا کوي، خو سرپرست حکومت وایي چې په دغو ولایتونو کې هيڅ نظامي پېښه نه ده شوې او د هيڅ منفي تحرک مجال هم شتون نه لري.

صبغت الله احمدي چې ځان د «مقاومت جبهې» ویاند معرفي کوي، پر خپل ټویټر ادعا کړې چې د کسانو یې د پنجشېر په ابشار او د تخار په ورسج ولسوالیو کې ځینې سيمې نیولې او امنیتي کسانو ته یې مرګ ژوبله هم اړولې ده.

د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت نشراتي مرستیال او د اسلامي امارت ویاند ذبیح الله مجاهد پر خپله ټويټرپاڼه لیکلي: «په پنجشېر، تخار او نورو سیمو کې هيڅ کومه نظامي پېښه نه ده شوې، په دې اړه چې ځیني باغي کړۍ په خواله رسنیو کې کومې ادعاوې کوي، حقیقت نه لري، هیڅوک دې تشویش نه کوي.»

هغه همدا راز لیکلي: «په پنجشېر، تخار او نورو سیمو کې د اسلامي امارت زرګونه مجهز ځواکونه شتون لري، دښمن ته د کوم منفي تحرک هيڅ مجال نشته.»

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.