Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

دامریکا پرمختیایي ادارې او ملګرو ملتونو افغانستان سره پر بشري مرستو خبرې وکړې

[restrict paid="true"]

کابل (پژواک، ۱۷ غویی ۱۴۰۱) : د امریکا متحدو ایالتونو د نړیوالې پرمختیایي ادارې مرستیالې او د ملګرو ملتونو د بشري مرستو د همغږۍ ادارې له افغانستان سره د بشري مرستو په تړاو خبرې کړې دي.

د امریکا متحدو ایالتونو د نړیوالې پرمختیایي ادارې له خوا په یوه خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې د دغې ادارې مرستیالې ایسوبیل کولیمان د ملګرو ملتونو د بشري مرستو د همغږۍ ادارې له مرستیال رمیز الاکبروف سره دا خبرې کړې.

سرچینې زیاته کړې، دواړو له افغانستان سره د نړیوالې ټولنې د بشري مرستو پر همغږي کولو بحث کړی؛ څو وکولی شي چې له افغانانو سره د ژوند ژغورلو په برخه کې مرستې په وخت ورسول شي.

په خبرپاڼه کې راغلي، دوی ځان ډاډه کول غواړي څو دا مرستې ډېرو اړمنو خلکو ته ورکړل شي.

د امریکا متحدو ایالتونو د نړیوالې پرمختیایي ادارې مرستیالې پر دې اندېښنه ښودلې چې د افغانستان اوسنی سرپرست حکومت هڅه کوي چې د بشري مرستو وېش پخپل لاس کې واخلي.

سرچینې زیاته کړې چې امریکا او ملګرو ملتونو په افغانستان کې د روان اقتصادي ناورین له امله د بشري مرستو ترڅنګ په نورو برخو کې هم د مرستو په تړاو خبرې کړې دي.

دا په داسې حال کې ده چې د ملګرو ملتونو د یو راپور له مخې، افغانستان د نړۍ د هغو هېوادونو د کتار په سر کې ځای لري چې له «شدیدې لوږي» سره مخ دي.

د ملګرو ملتونو د بشري مرستو د همغږۍ دفتر (اوچا) زیاته کړې، نړیوالې ټولنې د ملګرو ملتونو له خوا په روان ۲۰۲۲ میلادي کال کې افغانستان کې د بشري مرستو د دوام لپاره له دغې ټولنې څخه د غوښتل شویو ۴.۴ ملیارده ډالرو څخه د مارچ تر میاشتې یوازې ۱۴ سلنه یې برابر کړي دي.

اوچا په دغه راپور کې ویلي: “په داسې حال کې چې دا په بشپړ ډول مرستو ته د اړو کسانو د لاسنیوي په برخه کې د خلکو پراخو پرګنیو ته د مرستې رسونې یو پراخ انځور وړاندې کوي، خو میلیونونه نور کسان به هم د ژوندي پاتې کېدو لپاره څو ځلې مرستو ته اړتیا ولري”.

[/restrict]

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.