هرات ښار (پژواک، ۱۸ غویی ۱۴۰۱): په هرات ښار کې کتاب پلورونکي، د خپلو کتابونو د پلور مبهم راتلونکي ته اندېښمن دي او په دغه ولایت کې د کتابونو د پلور کچې د کمېدو خبر ورکوي.
د مطالعې اهمیت او رول او د کتاب نړیوالې ورځې نمانځنې ته په پام سره، سږکال د کتاب نړیوالې ورځې نمانځنې په مناسبت د یاد ولایت د کتاب خپرندیو او فرهنګیانو له لوري هېڅ ډول پروګرام ترسره نه شو.
دا په داسې حال کې ده چې د اطلاعاتو او کلتور ریاست وایي، په تېرو میاشتو کې یې د کتاب لوستلو فرهنګ دودولو په موخه اغېزناک ګامونه اخیستي چې د فرهنګیانو او د مطالعې لېوالو خلکو له لوري یې هر کلی شوی.
په هرات ښار کې یوه تن کتاب پلورونکي غلام فاروق محمودي د کتاب پلورونکو د بد وضعیت په اړه پژواک ته وویل، ګڼ فرهنګیان، روڼ اندي، ځوانان او د مطالعې لېوال ځوانانو کډوالېدو ته مخه کړې او دغې چارې په هېواد کې د مطالعې او کتاب لوستلو پر فرهنګ منفي اغېزه کړې ده.
هغه زیاته کړه: «اوس په دغه ولایت کې د کتابونو پلور صفر ته نږدې شوی او دا په داسې حال کې ده چې تېر کال د کتابونو د پلور نسبي وضعیت ښه وو.»
نوموړی وایي، اوسمهال د مطالعې او کتاب لوستلو فرهنګ ډېرې ټیټې کچې ته رسېدلی؛ د کتاب پلورلو بد وضعیت او کتابونو ته د خلکو نه لیوالتیا له امله د کتاب پلورونکو بازار مخ په ځوړ دی.
محمودي زیاته کړه: «د کتابونو د پلور بازار تر دې اندازې خراب شوی چې ځيني وختونه د خپلو هټيو کرایه هم نه شو ورکولی.»
په هرات ښار کې د کتابونو پلور کموالي کتاب پلورونکي اړ کړي څو د خپلو کتابونو د پلور لپاره پر نویو طرحو او پروګرامونو فکر وکړي.
په هرات کې د ګدام کوڅې یوه کتاب پلورونکي سید مصطفی پژواک ته وویل، په تېرو میاشتو کې د کتابونو د پلور لپاره یې د پچې اچونې طرحه عملي کړه او اوسمهال سربېره پر دې، د ګرځنده کتاب پلورنې پروګرام له لارې خلکو ته رجوع کوي.
د هغه په خبره، په روژې میاشت کې یې هم د قرانکریم تفسیر دورو په څېر کتابونه یې په ټيټه بیه پلورل.
دغه کتاب پلورونکي، د یاد ولایت له فرهنګي مسوولینو وغوښتل چې د کتاب لوستونکو د زیاتولو لپاره دې، د رسنیو او نندارتونونو جوړولو له لارې لاس په کار شي.
د یوې خپرندویې ټولنې مسوول امید مروي په دې باور دی چې په هېواد کې سیاسي بدلون او د پوهنتونونو او ښوونځيو اوږدمهاله بندېدل، له کتاب او مطالعې سره د ځوانانو لیوالتیا کمه کړې ده.
هغه زیاته کړه، خلک د مناسب روحي حالت نه لرلو او بد اقتصادي وضعیت له امله نه شي کولی چې مطالعه وکړي یا کتاب ولولي.
د هغه په خبره، تېر کلونه په پسرلي کې به تر بله هر وخت ډېر کتابونه خرڅېدل؛ خو په وروستیو دوو کلونو کې د کرونا ناروغۍ خپرېدو، له هېواده د ځوان او تحصیل یافته قشر کډوالېدو او نامناسب اقتصادي شرایطو له امله د کتاب پلورونکو وضعیت خراب شوی.
د اطلاعاتو او کلتور ریاست وایي، په وروستيو مياشتو کې يې د کتاب لوستلو فرهنګ دودولو په موخه اغيزناک ګامونه پورته کړي چې د فرهنګیانو او مطالعې خاوندانو له هرکلی سره مخ شوي دي.
د هرات ولایت د اطلاعاتو او کلتور ریاست د فرهنګ او هنر امر جاوېد ذرغام وایي، څه موده مخکې یې د هرات ښار په کچه د مطالعې فرهنګ رواجولو په موخه پر سړک د کتاب شپږ مياشتنى نندارتون ترسره کړ چې په ترڅ کې يې ګڼ کتابونه د کتاب پلورونکو له خوا وپلورل شول او د مطالعه کوونکو له هرکلى سره هم مخ شو.
نوموړي څرګنده کړه، ټاکل شوې په راتلونکو میاشتو کې د هرات کتاب اتمې دورې نندارتون، د ښار او نورو ولایتونو د خپرندویانو په ګډون تره سره شي.
په ورته مهال هغه ټینګار وکړ چې په تېرو درېیو کلونو کې د کرونا ناروغۍ او د تعلیمي او تحصیلي مرکزونو بندېدلو له امله کتاب پلورونکو ته سخت اقتصادي زیانونه اوښتي دي.
افغانستان له پخوا راهیسې هم د کتاب لوستلو فرهنګ د ودې په برخه کې ګڼې ستونزې لري؛ اوس هم د هېواد په ډېرو ولایتونو کې کتابونه د یوه ناپېژندل شوي او بې ارزښته څیز په توګه ګڼل کېږي، او لا هم د ځوانانو او کورنیو په ورځني مهالویش کې د کتاب لوستلو ځای تش لیدل کېږي.