جلال اباد (پژواک، ۱۸ غويی ۱۴۰۱): په ننګرهار ولایت کې د څلورو ولايتونو ترمنځ د تېر کوچني اختر په مناسبت د واليبال سيالۍ د کوز کونړ ولسوالۍ د بډيالۍ لوبډلې په بري سره پای ته ورسېدې.
يادې سيالۍ د ننګرهار د خوګياڼو ولسوالۍ اړوند په مملې تاريخي بڼ کې ترسره شوې چې هره ورځ يې نندارې ته سلګونه ځایي او د نورو سيمو مينه وال ورتلل.
په دغو لوبو کې د ننګرهار، کونړ، لغمان او کابل ولايتونو ۲۸ لوبډلو برخه اخېستې وه چې پنځه ورځې يې دوام وکړ.
د سياليو يوه تنظيموونکي ميوند سپين غر پژواک اژانس ته وويل چې دا لوبې د مملې د ځوانانو په هلو ځلو د يوه ځايي قوماندان قاري ساجد خوګياڼي په مالي ملاتړ د ننګرهار د ورزشي امريت له لوري ترسره شوې.
دی زياتوي چې په سياليو کې ۲۸ لوبډلو برخه اخېستې وه چې پای لوبې ته د مملې منتخبې او د کوز کونړ ولسوالۍ د بډيالۍ لوبډلو لاره موندلې وه او د بډيالۍ لوبډلې په بري سره پای ته ورسېده.
هغه زياته کړه: ((دغو لوبو پنځه ورځې دوام وکړ؛ هره ورځ يې ليدلو ته سلګونه مينه وال راتلل؛ هم يې د مملې باغ ليدنه کوله او هم يې د واليبال سيالۍ ننداره کولې، زموږ هدف دا دی چې خلک له دغه تاريخي بڼ څخه ليدنه وکړي، ځکه تېرو کلونو کې د نا امنۍ له امله له دغو ساحو ليدنه ستونزمنه وه.))
نقيب احمد چې د دغو سياليو نندارې ته ورغلی و، پژواک ته وويل چې د مملې ځوانانو ډېر ښه نوښت کړی؛ ځکه که خلک د واليبال نندارې ته راځي د مملې تاريخي بڼ ننداره به کوي او که د بڼ نندارې ته راځي نو د واليبال سياليو ننداره به کوي.
مملې بڼ شاوخوا ۴۰۰ کاله مخکې د مغلي پاچا شاه جهان د لور (نېمله) په نوم جوړ شوی؛ خو وروسته په مملې مشهور شو.
Views: 44
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن