[restrict paid=”true”]
کابل (پژواک، ۱۸ غویی ۱۴۰۱): د کانونو او پټرولیم وزارت مسوولین وایي چې د روانې غويي مياشتې له لومړۍ څخه تر شپږمې نېټې پورې یې څه باندې ۳۳۲ میلیونه افغانۍ عواید راټول کړي دي.
یاد وزارت نن (د غویي ۱۸مه) په خپله ټویټر پاڼه لیکلي چې د غويي مياشتې له لومړۍ څخه تر شپږمې نېټې پورې ۳۳۲ میلیونه ۸۰۷ زره او ۶ افغانۍ عواید راټول کړي دي.
سرچينه وايي چې د غويي مياشتې په لومړۍ نېټه ٢١،٩ ميليونه، په دوېيمه ١٣،١ ميليونه، په درېيمه ٢٧،٤ ميليونه، په څلورمه ٣،٨ ميليونه، په پنځمه ١٧ ميليونه او په شپږمه نېټه ٢٤٩،٣ ميليونه افغانۍ عوايد یې راټول کړي دي.
[/restrict]
Views: 440
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن