[restrict paid=”true”]
کابل (پژواک، ۱۹ غویی ۱۴۰۱): د پاکستان د کرکټ پخوانی لوبغاړی او د ملي لوبډلې لوبډلمشر شاهد افریدي ادعا کړې چې د افغانستان اوسني سرپرست حکومت ښځو ته د زدهکړو او کار زمینه برابره کړې ده.
شاهد افریدي دا څرګندونې خبریالانو ته په خبرو کې کړې چې ویډیو یې د پاکستان په ټولنیزو شبکو او رسنیو کې خپره شوې ده.
نوموړي دا څرګندونې په داسې حال کې کړې چې د افغانستان سرپرست حکومت د نجونو له شپږم پورته ټولګیو پیل ځنډولی او تر اوسه یې ډېری دولتي ادارو ته دندو ته د تلو اجازه هم نه ده ورکړې.
شاهد افریدي په یاده ویډیو کې وایي: “اوس د طالبانو واکمنۍ کې ډېر ښه شیان تر سترګو کېږي، ښځو ته یې د کار کولو او تعلیم زمینه برابره کړې او په سیاست کې یې هم ښځو د برخې اخیستلو اجازه ورکړې ده.”
د افریدي په وینا، طالبان اوس د کرکټ لوبې ملاتړ کوي، پرمختګ ورکوي، په داسې حال کې چې پخوا دا شیان نه وو.
شاهد افریدي دا څرګندونې په داسې حال کې کړې چې د افغانستان سرپرست حکومت تېره ورځ د شرعي حجاب لپاره توضيحي او تطبيقي طرحه اعلان کړه.
په طرحه کې راغلي: «بدن چې په هره جامه پټ کړل شي، حجاب ګڼل کېږي، خو چې باریکه نه وي چې بدن ترې ښکاره شي او دومره تنګه نه وي چې د بدن د غړو نمایندهګي وکړي.»
په طرحه کې راغلي، هغه ښځې چې د عمر په لحاظه زړې یا وړې نه وي، له نامحرمو نارینه وو سره د مخامخېدو پر مهال به د شرعي هدایاتو مطابق له سترګو پرته خپل مخ ضرور پټوي.
دغه راز په طرحه کې زياته شوې چې د بېحجابه مېرمنې دې په لومړي ځل کور معلوم کړل شي، د هغې ولي ته دې توصیه وشي او تنبیه دې کړل شي؛ د بیا سرغړونې په صورت کې دي په دوهم ځل ولي اړوند ریاست ته احضار کړل شي، په درېیم ځل دې ولي درې ورځې بندي کړل شي، په څلورم ځل دې ولي محاکمو ته وسپارل شي، څو پر مناسبه سزا محکوم شي.
[/restrict]
Views: 798
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن