ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

لوګر کې لږ تر لږه ۵زره ماشومانو ته د زده‌کړو لسګونه سیمه ییز ټولګي جوړ شوي

لوګر کې لږ تر لږه ۵زره ماشومانو ته د زده‌کړو لسګونه سیمه ییز ټولګي جوړ شوي

author avatar
9 May 2022 - 15:55
لوګر کې لږ تر لږه ۵زره ماشومانو ته د زده‌کړو لسګونه سیمه ییز ټولګي جوړ شوي
author avatar
9 May 2022 - 15:55

پل علم (پژواک، ۱۹ غویی ۱۴۰۱): د لوګر د پوهنې ریاست وايي، په دغه ولایت کې د ۱۴۲ سیمه ییزو ټولګیو په جوړېدو سره ۵زره هغو ماشومانو ته د زده کړو زمینه برابره شوې چې مخکې یې زده کړو ته لاسرسی نه درلود.

د دغه ریاست ویاند شاپور عرب پژواک خبري اژانس ته وویل، دغه سیمه ییز ټولګي د IRC په مرسته د دغه ولایت په یو شمېر ولسوالیو کې جوړ شوي دي.

دی زیاتوي: ((د دغو سیمه ییزو ټولګیو له جملې ۳۰ په مرکز پل علم، ۲۵ په بره‌کي برک، ۳۵ په خروار، ۱۳ په خوښۍ او ۲۹ په محمداغه ولسوالیو کې جوړ شوي دي.))

هغه وايي، د دغو ټولګیو په جوړيدو سره ۵زره هغو ماشومانو ته د زده کړو زمینه برابره شوې ده چې مخکې د ناامنیو او نورو ستونزو له امله له زده کړو بي برخي وو.

دی وايي، په جوړ شوو سیمه ییزو ټولګیو د ښوونځیو په څېر د پوهنې وزارت نصاب تدریسیږي چې لومړی، دویم او درېیم ټولګي لري.

د ده په خبره، د لوګر د پوهنې ریاست هڅه کوي د ټولو ولسوالیو په هغو سیمو کې په ورته ډول سیمه ییز ټولګي جوړ کړي چې اوسېدونکي یې له ښوونځیو بې برخې دي.

د لوګر اوسېدونکي د دې لپاره چې ماشومان یې زده کړې وکړي، د دغو ټولګیو جوړېدو ته خوښ دي.

د محمد اغې ولسوالۍ یوه اوسېدونکي عبدالودود پژواک خبري اژانس ته وویل، د دوی په ولسوالۍ کې ۲۹ سیمه ییز ټولګي جوړ شوي او سلګونه ماشومان په کې زده کړې کوي.

دی وايي، په تېرو کلونو کې یې ماشومانو د جګړو او نورو ستونزو له امله نه شوای کولای زده کړې وکړي خو اوس دا اسانتیا ورته برابره شوې ده.

نوموړی له حکومت او مرستندویه ادارو غواړي چې د دغه ولایت په ټولو ولسوالیو کې دې سیمه ییز ټولګي جوړ کړي.

دغه راز دی دا غوښتنه هم کوي چې په سیمه ییزو ټولګیو کې دې مسلکي ښوونکي پر دندو وګومارل شي څو د ماشومانو د ښوونې او روزنې چارې په بنسټيزه توګه ترسره شي.

بلخوا ماشومان هم خوښ دي چې کورونو ته نږدې ورته سیمه ییز ټولګي جوړ شوي دي.

د بره‌کي برک د سجاوند سیمې د یوه سیمه ییز ټولګي زده کوونکې عایشې پژواک اژانس ته وویل، خوشحاله ده چې له خپلو همځولو سره هره ورځ ټولګي ته ځي او زده کړې کوي.

دا د حکومت دا ګام ستايي خو غوښتنه کوي چې د نجونو له شپږم ټولګي پورته ښوونځي دې ژر پرانیزي.

په لوګر کې د لسګونو دغو سیمه ییزو ټولګیو ترڅنګ ۲۶۲ ښوونځي شته چې تر ۱۵۰زره ډېر هلکان او نجونې زده کړې په کې کوي.

Views: 59

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.