ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

کابل ښار کې د نفتي توکو بیې پنځه سلنه لوړې شوې دي

کابل ښار کې د نفتي توکو بیې پنځه سلنه لوړې شوې دي

author avatar
9 May 2022 - 19:30
کابل ښار کې د نفتي توکو بیې پنځه سلنه لوړې شوې دي
author avatar
9 May 2022 - 19:30

کابل (پژواک، ۱۹ غویی ۱۴۰۱): په نړیواله کچه د نفتي توکو بیو لوړېدو له امله، نن د تېرو دوو ورځو په پرتله په کابل ښار کې هم د یادو توکو بیې له ۵ سلنې ډېرې لوړې شوې دي.

د یادونې ده چې د روسیې او اوکراین تر منځ د جګړې له پیل وروسته، د نفتي توکو بیې د افغانستان په ګډون د نړي په کچه د بدلون په حال کې دي.

د «احمدیار ګروپ» معلوماتو له مخې، نن (د غویي ۱۹مه) د یو لېتر ډیزلو بیه ۷۹ افغانۍ، د یو لېتر پټرولو بیه ۷۳ افغانۍ او یو کیلوګرام اوبلن ګاز په ۷۰ افغانۍ پلورل کېږي.

دا په داسې حال کې ده چې دوې ورځې مخکې یو لېتر ډیزل په ۷۸ افغانۍ، یو لېتر پټرول په ۶۷ افغانۍ او یو کیلوګرام مایع ګاز په ۶۶ افغانۍ پلورل کېده.

دغه راز، د کابل ښار په کلوله پشته سیمه کې یو ګاز پلورونکی محمد شریف وایي چې نن د تېرو دوو ورځو په پرتله د یو کیلوګرام ګازو بیه له ۶۶ نه ۷۰ افغانیو ته لوړه شوې ده.

یادو سرچینو د نفتي توکو د بیو لوړوالي په اړه وایي چې د دغو توکو بیې د نړۍ په کچه لوړې شوې دي.

په کابل ښار کې د احمدیار تېلو ټانک یوه کارکوونکي احمدولي وویل: «له دې امله چې وردات کم شوي او مخکې بې کیفیته تېل له ایرانه راتلل، خو اوس باکیفیته تېل له ترکمنستانه واردېږي او د تېلو د بیو لوړوالي اصلي لامل دا دی چې په ټوله نړۍ کې تېل قیمته شوي دي.»

د کابل ښار دهبوري تېلو ټانک یوه کارکوونکي محمد معشوق وویل، نن د یو لېتر ډیزلو بیه ۷۹ افغانۍ او یو لېتر پټرول په ۷۳ افغانيو پلورل کېږي.

هغه وویل چې د تېلو بیې لوړوالي اصلي لامل د اوکراین او روسیې تر منځ جګړه ده.

د افغانستان نفتو او ګازو دولتي شرکت يوه کارکوونکي د نوم نه خپرولو په شرط وويل، د تېلو د بيو لوړېدو يو اصلي لامل د روسيې او اوکراين ترمنځ جګړه ده؛ خو د افغانیو پر وړاندې د ډالرو د ارزښت بدلون هم اغېز لري.

د کابل ښار په شهزاده سرای کې د صداقت صرافۍ مالک حاجي حسین وویل چې نن د یوه امریکایي ډالر د پېر بیه ۸۷ افغانۍ دی. دا په داسې حال کې ده چې د غویي په ۱۷مه د یو ډالر د پېر ارزښت ۸۶ افغانۍ و.

د نفتي توکو نړیوال سایټ «Heycar» د معلوماتو له مخې، د روسیې او اوکراین تر منځ له جګړې راهیسې په نړۍ کې د تیلو بیې په بې ساري لوړې شوې دي.

نن د غویي ۱۹مه د یو بیرل نفتو بیه ۱۱۰،۳۷ امریکایي ډالر، دوې ورځې مخکې یو بیرل تېل په ۱۱۲ ډالر او د مارچ په اتمه بیا یو بیرل تېل په ۱۳۲ ډالرو پلورل کېدل.

Views: 40

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.