کابل (پژواک، ۱۹ غویی ۱۴۰۱): د هېواد مرکزي بانک اعلان کړی چې د دغه بانک ستر اقتصادي سلاکار د افغانستان لپاره د اروپایي ټولنې له ځانګړي استازي سره کتلي دي.
د افغانستان مرکزي بانک د یوې اعلامیې په خپرولو سره ویلي چې د دغه بانک ستر اقتصادي سلاکار لطفالحق نور پسرلي د افغانستان لپاره د اروپا ټولنې له ځانګري استازي توماس نیکلاسون سره وکتل او پر بېلابېلو مالي او بانکي مسایلو یې خبرې وکړې.
په دې کتنه کې د مرکزي بانک ستر اقتصادي سلاکار د افغانستان د بانکي سکټور د وضعیت او د بشري مرستو د اهمیت په اړه خبرې وکړې او د لا زیاتو بانکي اسانتیاوو رامنځته کولو په برخه کې یې د بانک له ژمنتیا ډاډ ورکړ.
د پسرلي په خبره، بشري مرستې د بانکي سکټور له لارې ورکول د روڼوالي رامنځته کېدو لامل ګرځي، له نړیوالو معیارونو سره برابر او د افغانستان د خلکو په ګټه دي.
په عین حال کې د اروپايي ټولنې استازي د مالي او بانکي همکاریو په برخه کې د مرکزي بانک کار وستايه او د اړيکو پر دوام يې ټينګار وکړ.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP