ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

ثاقب: هوایي شرکتونه دې د ټکټونو نرخونه له حج وزارت سره شریک کړي

ثاقب: هوایي شرکتونه دې د ټکټونو نرخونه له حج وزارت سره شریک کړي

author avatar
10 May 2022 - 00:32
ثاقب: هوایي شرکتونه دې د ټکټونو نرخونه له حج وزارت سره شریک کړي
author avatar
10 May 2022 - 00:32

[restrict paid=”true”]

کابل (پژواک، ۱۹ غویی ۱۴۰۱):  د ارشاد، حج او اوقافو وزارت له هوایي شرکتونو وغوښتل چې د حج د سفر پر مهال د ټکټونو وروستي نرخونه له دوی سره شریک کړي.

د دغه وزارت لخوا د غویي په ۱۹مه، په یوه خپره شې خبرپاڼه کې راغلي، د ارشاد، حج او اوقافو وزیر دوکتور نور محمد ثاقب د کام ایر هوايي شرکت له مسوولینو سره وکتل.
سرچینې زیاته کړې په دې کتنه کې  ارشاد، حج او اوقافو وزیر د حاجيانو د لېږد او راستنېدو په برخه کې د یاد شرکت د پلانونو او اقداماتو په اړه د معلوماتو او توضيحاتو غوښتنه وکړه.
په خبرپاڼه کې راغلي، دغه راز له ياد شرکت څخه د حاجيانو د ليږدونې د پلان او اقداماتو، د هغوى د وړتيا او ظرفيت ترڅنګ د حاجيانو د ليږدونې د لګښتونو په اړه هم معلومات وغوښتل شول.
د یاد شرکت مسوولینو د وزارت رهبري غړو ته د شته ظرفیتونو او اسانتیاوو او د حاجیانو د لېږد د پلان په اړه هر اړخیز معلومات وړاندې کړل او زیاته یې کړه، چې د حاجيانو لېږد سوداګري نه، بلکې خپل ديني مکلفيت ګڼي او ژمنه يې وکړه، چې حاجيانو ته د لا زياتو اسانتياوو په برابرولو کې هر راز همکاریو ته چمتو دي.
په پای کې د کام ایر هوایي شرکت د مسوولينو د نظرونو او وړانديزونو له اورېدلو وروسته پرېکړه وشوه، چې د دوى د ټکټونو وروستي نرخونه او شرايط دې له دغه وزارت سره په ليکلي ډول مطرح شي.

د یو بل خبر له مخې، د ارشاد، حج او اوقافو وزیر دوکتور نور محمد ثاقب پرون د اریانا هوايي شرکت له مسوولینو سره هم لیدلي دي.
سرچینې زیاته کړې، اړونده مسوولینو له ياد شرکت څخه د حاجيانو د ليږدونې د پلان او اقداماتو، د هغوى د وړتيا او ظرفيت ترڅنګ د حاجيانو د ليږدونې د لګښتونو په اړه هم معلومات وغوښتل شول.
د اریانا شرکت ژمنه وکړه، چې حاجيانو ته د لا زياتو اسانتياوو په برابرولو کې هر راز همکاریو ته چمتو دي.
په پای کې د اریانا افغان هوایي شرکت د مسوولينو د نظرونو او وړانديزونو له اورېدلو وروسته پرېکړه وشوه، چې د دوى د ټکټونو وروستي نرخونه او شرايط دې له دغه وزارت سره په ليکلي ډول مطرح شي.

[/restrict]

Views: 211

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.