کابل (پژواک، ۲۱ غويی ۱۴۰۱): په نيمروز، اروزګان، کابل، هرات او سمنګان ولایتونو کې د وژنو، غلاوو او پیسو د جعل په تور ۲۲ کسان نیول شوي دي.
د کورنيو چارو وزارت په خبرپاڼه کې راغلي چې پولیسو یاد کسان په تېرو ۲۴ ساعتونو کې نیولي دي.
سرچینه د جزئیاتو له ورکولو پرته زیاتوي چې اته کسان په نيمروز، پنځه، پنځه په کابل او اروزګان او يو کس په هرات کې د جنایي جرمونو، په ځانګړې ډول غلا او وژنو په تور نيول شوي دي.
دغه راز، د کورنيو چارو وزارت وايي، پولیسو د سمنګانو په مرکز ایبک کې درې کسان د پيسو د جعل او تزویر په تور هم نیولي دي.
سرچينه زياتوي چې له یادو درېیو کسانو سره ۵۰۰ امريکايي ډالر او شل زره جعلي افغانۍ هم نيول شوي دي.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP