ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

اسرائیل کې د الجزیزې ټلوېویزیون خبریاله وژل شوې ده

اسرائیل کې د الجزیزې ټلوېویزیون خبریاله وژل شوې ده

author avatar
11 May 2022 - 22:11
اسرائیل کې د الجزیزې ټلوېویزیون خبریاله وژل شوې ده
author avatar
11 May 2022 - 22:11

[restrict paid=”true”]

کابل (پژواک، ۲۱ غویی ۱۴۰۱): د الجزیرې نړیوال ټلوېزیون ويلي چې د اسرائیل پوځ د اردن سیند په لوېدیځه څنډه کې د دوی یوه خبریاله شېرین ابو عاقله په قصدي ډول وژلې ده.

۵۱ کلنه ابو عاقله فلسطينۍ الاصله امریکایۍ او د الجزیرې شبکې پخوانۍ خبریاله بلل کېده.

د امریکا غږ د راپور له مخې، الجزیرې ټلوېزیون ویلي، اسرائیلي ځواکونو یاده خبریاله قصدآ په نښه کړې او وژلې ده. ابو عاقله په لویدیځه څنډه کې د «جنین» په کمپ کې د اسرائیل د پوځ د چاپې او ناامنۍ په اړه په راپور جوړولو بوخته وه چې وېشتل شوې ده.

خو د اسرائیل لومړي وزیر نفتلي بینیټ ويلي، داسې ښکاري چې هغه د فلسطینیانو له خوا پر ډزو وژل شوې ده.

الجزیرې دغه راز ویلي چې یو بل پروډیوسر یې علي الصمودي هم په برید کې ژوبل شوی دی.

د فرانسې خبري اژانس یوه عکاس ويلي، پر ابو عاقلې په دا حال کې برید شوی چې د مطبوعاتو نښان لرونکې جامې یې پر ځان وې.

هغه زیاته کړې چې د اسرائیل پوځ په سیمه کې ډزې کولې او ویې لیدل چې ابو عاقله په ځمکه پرته وه. نوموړي دغه راز ویلي چې د ابو عاقلې د وژل کېدو پر مهال په سیمه کې فلسطيني جنګیالي نه لیدل کېدل.

د اسرائیل پوځ مني چې دوی په دغه کمپ کې عملیات کړي خو دا نه مني چې قصدآ دې خبریاله/ خبریال په نښه کړي وي او وايي چې په سیمه کې د مشکوکو کسانو  او  امنیتي ځواکونو ترمنځ ډزې تبادله کېدې او «دوی دا قضیه پلټي او د فلسطیني وسله والو په ډزو کې د خبریالانو د لګېدو امکاناتو ته کتنه کوي.»

د اسرائیل پوځ یوه چارواکي د فرانسې خبري اژنس ته ویلي: «پوځ دقیقآ خبریالان نه په نښه کوي.»

د الجزیرې شبکې یوه اعلامیه کې ویل شوي: «د اسرائیل اشغالګرو ځواکونو په فلسطین کې د الجزیرې خبریاله په سړه سینه وژلې ده.»

الجزیرې پر نړیوالې ټولنې غږ کړی چې د «خبریالانو د قصدي وژلو له کبله» د اسرائیلو له ځواکونو سره حساب او کتاب وکړي.

د فلسطین یوه چارواکي حسین الشیخ ویلي چې اسرائیلو لا له دوی سره د کومې ګډې پلټنې په اړه تماس نه دی نیولی او اسرائیل یې د شېرین ابو عاقلې د وژلو «مسئول» بللی دی.

په همدې حال کې په اسرائیل کې د امریکا متحدو ایالتونو سفیر تامس نایدیس د دې پېښې په اړه د هر اړخیزې پلټنې غوښتنه کړې ده.

بلخوا د افغانستان د سرپرست حکومت د بهرنیو چارو وزارت د اسرائیلي ځواکونو له لوري د الجزیرې د خبریالې شېرین ابو عاقلې قصدي وژنه پر کلکو ټکو غندلې ده.

دغه وزارت په یوه ټویټ کې ویلي، اسرائیل د بيان پر آزادۍ په بريد سره غواړي چې په فلسطیني ولس د دوی ظلمونه نړۍ ته څرګند نه شي.
[/restrict]

Views: 106

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.