ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

امریکا: هڅه کوو د افغانستان مالي او اقتصادي سیستم پر  پښو ودرېږي

امریکا: هڅه کوو د افغانستان مالي او اقتصادي سیستم پر پښو ودرېږي

author avatar
11 May 2022 - 07:25
امریکا: هڅه کوو د افغانستان مالي او اقتصادي سیستم پر  پښو ودرېږي
author avatar
11 May 2022 - 07:25

[restrict paid=”true”]

کابل (پژواک، ۲۱ غویی ۱۴۰۱): د افغانستان لپاره د امریکا ځانګړی استازی ټام ویسټ وایي، هڅه کوي چې د افغانستان مالي او اقتصادي سیستم بېرته پخپلو پښو ودرېږي او د دغه کار لپاره دوی له افغانانو سره مرستې کوي.

نوموړي دا څرګندونې تېره شپه په واشنګټن کې د «افغان- امریکايي بنسټ» له لوري یوې غونډې ته -چې په حضوري او انلاین بڼه مېلمانه ورته بلل شوي وو- کړې دي.

ویسټ د افغانستان د سرپرست حکومت له لوري د تعلیم، کار، سیاست او نورو برخو کې د افغان ښځو ګډون محدودول وغندل او ویې ویل چې دغه کار عادي افغانانو، دیني عالمانو او نورو غندلی دی.

هغه زیاته کړه، له مارچ میاشتې راهیسې یې د سرپرست حکومت له مشرانو سره مخامخ ملاقات نه دی کړی؛ خو له هغې مخکې ورځو کې یې د حکومت د بهرنیو چارو او معادن له سرپرست وزیرانو سره لیدلي وو.

نوموړی وایي، د یوه ډیپلومات په توګه یې دا دنده ده چې له طالبانو سره تعامل ولري او دا د امریکا او افغانانو په ګټه ده چې له هغوی سره د ډیپلوماسۍ له لارې تعامل وشي؛ خو په خبره یې چې لا د هغوی د رسمیت پېژندلو په اړه یې کومه پرېکړه نه ده کړې.

د امریکا ځانګړي استازي ویلي چې امریکا له افغانانو سره مرستو ته ژمنه ده او په وینا یې نه باید د طالبانو له امله میلیونونه افغانان زیانمن شي.

ټام ویسټ زیاته کړې چې په قطر کې هم د امریکا یوه ډله شته چې د طالبانو له یوه مشر «سهیل شاهین» سره پر روانو مسایلو خبرې کوي.

دی وایي : «د طالبانو غوښتنه دا ده چې له نړۍ سره یې اړیکې عادي شي، په رسمیت وپېژندل شي، ملګرو ملتونو کې یې استازی ومنل شي او په مشرانو یې بندیزونه لېرې شي.»

دامریکا ځانګړي استازي د  افغانستان د راتلونکي په اړه د یوې پوښتنې په ځواب کې وویل، یوه فرضیه داده چې ښایي افغانستان تر اوسني وضعیت ښه وي او یو داسې نظام ولري چې هر افغان پکې خپل ځان وویني.

خو نوموړي دویمه فرضیه دا وښوده، که طالبان له شته فرصته پوره استفاده ونه کړي، ممکن د هغه په خبره افغانستان له یوې کورنۍ جګړې سره مخامخ شي.

ټام ویسټ پخپلو خبرو کې دا هم وویل، هڅه کوي چې د افغانستان مالي او اقتصادي سیستم بېرته په خپلو پښو ودرېږي او د دې کار لپاره دوی له افغانانو سره مرستې کوي.

هغه د افغانستان د شاوخوا ۹ میلیونه ګنګل شویو شتمنیو په اړه وویل چې نیمايي يې په نیویارک کې دي او د محکمې له پرېکړې وروسته به یې برخلیک څرګند شي.

[/restrict]

Views: 133

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.