ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

بلخ کې تېر کال سلګونه ماشومان پر خوارځواکۍ اخته شوي

بلخ کې تېر کال سلګونه ماشومان پر خوارځواکۍ اخته شوي

author avatar
11 May 2022 - 15:29
بلخ کې تېر کال سلګونه ماشومان پر خوارځواکۍ اخته شوي
author avatar
11 May 2022 - 15:29

مزارشریف (پژواک، ۲۱ غویي ۱۴۰۱): په بلخ کې تېر یو کال ۷۷۵ ماشومان پر خوارځواکۍ اخته شوي چې له ډلې یې ٢٠ ماشومانو خپل ژوند له لاسه ورکړی دی.

ډاکټران د خوارځواکۍ اصلي لاملونه کورنۍ بېوزلي، ناسم خوراک او د واکسین نه تطبیق بولي.

د بلخ ملکي روغتون د ماشومانو څانګې ډاکټر عبدالرووف فروغ په هېواد کې د خوارځواکۍ لامل فقر، وچکالي او کډوالي بولي.

هغه وایي چې له تېر یو کال راهیسې په دغه روغتون کې پر خوارځواکۍ اخته ۷۷۵ ماشومان بستر شوي چې له دې ډلې شلو ماشومان خپل ژوند له لاسه ورکړی دى.

د هغه په وینا، اوسمهال په دغه روغتون کې پر خوارځواکۍ اخته ۴۱ ماشومان بستر دي چې درملنه يې په وړیا ډول د یونیسف او روغتیا نړیوال سازمان په مرسته ترسره کېږي.

دغه راز د بلخ ملکي روغتون د ماشومانو برخې ټریني ډاکټر حامد پژواک ته وويل،  کله چې یو ماشوم ته د خپلې اړتیا وړ خوراک ونه رسېږي، نو ماشوم په خوارځواکۍ اخته کېږي او خپل وزن کموي.

هغه وایي، په ماشومانو کې دوه ډوله خوارځواکي وي چې لومړۍ یې مرسموس یا هغه ډول دی چې ماشوم د خپل عمر په کچه تر اندازې کم وزن ولري او دویم یې کوارشکو دی چې په ماشوم کې د بې کچې پړسوب لامل کېږي.

ډاکټر حامد د خوارځواکۍ مهم لامل د کورنۍ فقر بولي او وایي کله چې یوه کورنۍ ماشوم ته د اړتیا وړ خوراک، لکه شیدې، ویټامین لرونکي خواړه او نور د اړتیا وړ توکي برابر نه کړای شي، ماشوم پر خوارځواکۍ اخته کېږي.

د دغه روغتون یو بل متخصص ډاکټر سیدعلي رحماني وايي چې په دې وروستيو کې د هېواد په ډېرو سیمو کې ماشومان پر خوارځواکۍ اخته کېږي او اصلي لامل يې فقر دى.

د هغه په وینا، د دې ناروغۍ مهم لاملونه د کورنۍ فقر، د غیر صحي خوړو مصرف او د واکسین نه تطبیق دی.

هغه دغه راز د دې ناروغۍ د مخنیوي او پر وړاندې یې د مبارزې لپاره د عامو خلکو او حکومت یو ځای ګډون او هڅې مهمې بولي.

نوموړی دغه راز له دې ناروغۍ سره د مبارزې په برخه کې عامه پوهاوی مهم بولي او له حکومته غواړي څو د رسنیو له لارې خلکو ته پوهاوی ورکړل شي.

Views: 31

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.