Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

اعتراض کوونکي: پر اسیايي پرمختیايي بانک مو د اوو مياشتو معاشونه پاتې دي

[restrict paid="true"]

کابل ښار (پژواک، ۲۱ غویی ۱۴۰۱): په کابل کې د اسيايي پرمختيايي بانک پروژو پخواني کارکوونکي وايي چې دغه بانکې یې د اوو مياشتو معاشونه نه دي ورکړي او برخليک يې هم معلوم نه دى.

د يادې موضوع په تړاو د اسيايي پرمختيايي بانک پروژو يو شمېر پخواني کارکوونکو نن په کابل کې د يوناما دفتر مخې ته اعتراضي غونډه جوړه کړې وه.

د يادو کسانو په استازيتوب انجینر اصف رسنيو ته وویل چې دوی په کندوز او تخار ولايتونو کې د اسیايي پرمختیایي بانک له ساختماني پروژو څارنه کړې ده.

هغه وايي، که څه هم چې د يادو پروژو چارې ۷۰ سلنه بشپړې شوې خو پر ياد بانک د اووه مياشتو تنخوا پاتې ده.

دى زياتوي چې دوى څو ځلې په دې اړه له ياد بانک سره اړيکه کړې خو کره ځواب یې نه دى ورکړى او د دوى د پاتې معاشونو برخليک معلوم نه دى.

نوموړي وویل: «زموږ د ۱۳ انجینرانو او په ټوله کې د ۱۶۸ کارکوونکو د اووه مياشتو تنخوا چې يو ميليون ډالر کېږي، په اسیايي پرمختیايي بانک باندې پاتې دي.»

همدارنګه يوه بل اعتراض کوونکي حسام جان سیال وویل، دوی ځکه د یوناما مخې ته راټول شوي څو يوناما له اسیايي پرمختیايي بانک څخه د دوى حقوق ترلاسه کړي.

نوموړي وويل: «موږ د اسیا پرمختیايي بانک (ADB) دفتر تر رهبرۍ لاندې په کندوز ولایت کې د اوبو او برېښنا وزارت د اوبو کانالونو د باسازۍ او مراقبت چارې پر مخ وړي خو اوس مو معاشونه پرې پاتې دي او نه يې راکوي.»

دی وایي چې په هېواد له سياسي تحول وروسته د یاد بانک د پروژو کارونه په افغانستان کې بند کړي چې له امله يې د دوى معاشونه هم پاتې دي.

يو شمېر نورو اعتراض کوونکو هم ورته څرګندونې وکړې او له يوناما او حکومته یې د يادې ستونزې د حل غوښتنه وکړه.

هڅه مو وکړه چې په دې اړه د اسيايي پرمختيايي بانک او حکومت نظرونه هم ترلاسه کړو خو اړيکه ورسره ټينګه نه شوه.

د یادونې  ده، شاوخوا څلور میاشتې وړاندې هم د یو شمېر قراردادي شرکتونو استازي د یوناما مخې ته د اعتراض په توګه راټول شوي وو او ويل يې چې د یو شمېر تکمیل شوو پروژو پیسې يې پر نړیوال بانک پاتې دي او نه يې ورکوي.

[/restrict]

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.