ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

کابل کې يو تن د انسان تښتوونکو له منګولو وژغورل شو

کابل کې يو تن د انسان تښتوونکو له منګولو وژغورل شو

author avatar
12 May 2022 - 15:51
کابل کې يو تن د انسان تښتوونکو له منګولو وژغورل شو
author avatar
12 May 2022 - 15:51

کابل (پژواک، ۲۲ غويی ۱۴۰۱): د کابل د استخباراتو رياست د حسين په نوم يو تن د انسان تښتوونکو له منګولو ژغورلى او په تړاو یې يو کس هم نيولی دى.

د استخباراتو لوی رياست نن پر خپل ټوېټرپاڼه په دې اړه ليکلي، د کابل ولایت د استخباراتو ریاست منسوبینو د یو لړ مؤثقو کشفي معلوماتو پر بنسټ، د حسین په نوم یو تن د انسان تښتوونکو له منګولو ژغورلى دى.

سرچینه زياتوي، د عملیاتو په پایله کې، یو انسان تښتوونکى له يوې اندازې هغو نغدو پیسو سره نیول شوى چې څه موده مخکې يې د حسين له کورنۍ څخه اخیستې وې.

ياد رياست په دې تړاو يوه ويډيو هم خپره کړې ده.

په ويډيو کې، د عبدالله نوم يو تن چې ځان د دايکندي ولايت اوسېدونکي بولي، وايي: «حسين مو تښتولی و؛ ۷۵ زره افغانۍ موږ ته له اېرانه حواله شوې او ټاکل شوې و چې ۵۰ زره افغانۍ هم موږ ته راوړي؛ خو د استخباراتو له خوا ونيول شوم.»

په ويډيو کې تښتول شوی کس حسين وايي، يوې ناپېژندې ډلې دی تښتولى و، له کورنۍ څخه يې د ژرغونې په بدل کې، ۵۰۰ زره افغانۍ غوښتې وې او ورته ويلي و که پېسې ورنه کړي، نو وبه‌یې وژني.

په خپره شوې ويډيو کې، د ياد کس مېرمن وايي: «۲۳ ورځې وړاندې يې زما خاوند وتښتاوه، لس ورځې موږ ته زنګ ونه‌واهه، لس ورځې وروسته يې زنګ وواهه چې ۵۰۰ زره افغانۍ راکړئ؛ په لومړي ځل مو ۷۵ زره ورکړې او په دويم ځل مو چې کله ۵۰ زره افغانۍ ورکولې، د اسلامي امارت ځواکونو دغه کس ونيوه او زما خاوند يې وژغوره.»

خو په ويديو کې دا نه ده روښانه شوې چې ياد کس څه وخت ژغورل شوی دی.

Views: 93

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.