[restrict paid="true"]
کابل (پژواک، ۲۳ غويی ۱۴۰۱): د کابل د استخباراتو رياست وايي، د دغه رياست منسوبینو د فاطمې په نوم يوه درې کلنه نجلۍ له تښتوونکو ژغورلې او په تړاو یې يو کس نيولی دى.
د استخباراتو لوی رياست په ټويټرپاڼه کې ليکلي، د کابل ولایت د استخباراتو ریاست منسوبینو د یو لړ مؤثقو کشفي معلوماتو پر بنسټ د فاطمې په نوم يوه درې کلنه نجلۍ د کابل ښار د ۶مې امنيتي حوزې اړوند سيمه کې له انسان تښتوونکو ژغورلې ده.
سرچینه زياتوي، د یادو عملیاتو په پایله کې د شکیب په نوم یو «اختطافګر» نیول شوی او تر څېړنو لاندې دی.
ياد رياست په دې تړاو يوه ويډيو هم خپره کړې ده.
په ويډيو کې د دين محمد په نوم يو کس چې د کندوز د چهاردرې اصلي اوسېدونکي دی او دا مهال د کابل ښار د ۶مې امنيتي حوزې اړوند په چهاردهي- چهارکلا سيمه کې اوسېږې وايي: «زما لور اختطافچيانو تښتولې وه، د شپږمې حوزې استخباراتو ته مې زنګ وواهه؛ هغوی راغلل، مجرم يې ونيوه او زما لور یې ما ته وسپارله.»
هغه له حکومته غواړي چې ياد مجرم ته سخته سزا ورکړي څو په راتلونکي کې داسې کړنې ونه کړي.
نیول شوی کس په دې ويډيو کې وايي، نوم يې شکیب عبدالعزيز او د کابل ولایت اصلي اوسېدونکی دی؛ په لومړۍ حوزه کې اوسېږي او د انسان تښتونې په تور نیول شوی دی.
تېره ورځ هم د کابل ولایت د استخباراتو ریاست منسوبینو د حسین په نوم یو کس له انسان تښتوونکو ژغورلى او په تړاو يې يو تن نيولی و.
[/restrict]