Language

د افغانستان سرپرست حکومت او سیاسي مشرانو د اماراتو د ولسمشر پر مړینې خواشیني وښوده

کابل (پژواک، ۲۳ غویی ۱۴۰۱) : د افغانستان سرپرست حکومت او سیاسي مشرانو د اماراتو د ولسمشر شیخ خلیفه بن زاید النهیان پر مړینې خواشیني ښودلې ده.

شیخ زاید د غویي په ۲۳مه، د ۷۳ کلونو په عمر د ورپيښې ناروغۍ له امله مړ شو، د اماراتو حکومت په دغه هیواد کې تر ۴۰ ورځو پورې ملي ماتم اعلان کړی دی.

د افغانستان د سرپرست حکومت د بهرنیو چارو وزارت لخوا په یوه خپره شوې خبرپاڼه کې  د نوموړي په مړینه خواشیني څرګنده شوې ده.

سرچینې زیاته کړې : “موږ د مرحوم درنې کورنۍ او د متحده عربي اماراتو ولس ته د تسليت ترڅنګ د جميل صبر او عظیم اجر دعاء کوو، الله جل جلاله دې له مرحوم سره د احسان معامله وکړي، کورنۍ او ولس دې مصيبت کي مأجور او په نعم البدل سرفرازه کړي.”

بلخوا پخوانيو ولسمشرانو اشرف غني او حامد کرزي هم د شیخ خلیفه بن زاید آل نهیان په مړینه غمرازي وړاندې کړې ده. ګ
هغوی ویلي، د شیخ زاید  د ریاست په دوره کې عربي متحده اماراتو په مختلفو برخو کې له افغانستان سره کڼې مرستې کړې چې د دوی د مرستو او پیرزوینو منندوی دي.
د ملي مصالحې شورا پخوانی مشر ډاکټر عبدالله عبدالله، دننګرهار  پخواني والي ضیاء الحق امرخېل او یو شمیر نورو سیاسي مشرانو او مدني فعالانو هم دنوموړي پر مړینه خواشیني څرګنده کړې ده.

خلیفه بن زاید په ۱۹۴۸ میلادي کال کې زیږیدلی و او د ۲۰۱۴ کال راهیسې د مغزي سکتې له امله د هیواد د چارو له پرمخ بیولو څخه ګوښه شو او په عام محضر کې یې له څرګندیدو هم ډډه کړې وه.

ددې هیواد د اساسي قانون له مخې د ولسمشر مرستیال او صدراعظم شیخ محمد بن راشد آل مکتوم، چې د دوبۍ حاکم دی د اوو حاکمانو فدرالي عالي شورا د جوړیدو او د نوي ولسمشر تر ټاکل کیدو د متحده عربي اماراتو چارې پرمخ بیایي.