ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

په ميدان وردګو کې یوې لېونۍ پيشو څلور کسان داړلي

په ميدان وردګو کې یوې لېونۍ پيشو څلور کسان داړلي

author avatar
14 May 2022 - 15:35
په ميدان وردګو کې یوې لېونۍ پيشو څلور کسان داړلي
author avatar
14 May 2022 - 15:35

میدان ښار (پژواک، ۲۴ غویی ۱۴۰۱): د میدان وردګو د عامې روغتيا رياست وايي چې د دغه ولایت په چک ولسوالۍ کې لېونۍ پيشو څلور کسان او يوه غوا داړلي دي.

د دغه ولایت د عامې روغتيا رييس ډاکټر محمد زرک ځيرک پژواک خبري اژانس ته وويل چې دا پېښه پرون د چک ولسوالۍ په چوڼۍ کلي کې  شوې ده.

ده زياته کړه چې د سيمې خلکو پرون ناوخته له روغتيايي سرچينو سره معلومات شريک کړي او نن سيمې ته د ډاکټرانو يو پلاوی رسېدلی دی.

هغه وويل چې دغه پلاوي د سمپل په توګه د يادې پیشو سر پرې کړی او د کابل مرکزي لابراتوار ته يې لېږلی څو د ده په وينا، له تشخيص وروسته يې واکسن پيدا شي.

زرک زياته کړه چې که څوک د لېونۍ پيشو له خوا داړل شوي وي نو ژر دې له روغتيايي مرکزونو سره اړيکه ونيسي.

Views: 678

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.