[restrict paid="true"]
کابل (پژواک، ۲۴ غویی ۱۴۰۱): د کابل ښار هغه اوسېدونکي چې کورونه یې د لب جر او سرای شمالي ترمنځ سړک په اوږدو کې دي او د یاد سړک د پراخېدو له امله ویجاړ شوي، له حکومته د زیان جبرانېدو او ځمکې غوښتنه کوي؛ خو د کابل ښاروالي وایي، یوازې هغو کسانو ته به د جایدادونو بدیل او د زیان جبران ورکول شي چې د ملکیت سند ولري.
د دغو کورونو- چې د لب جر او سرای شمالي پر مسیر پراته دي- د ویجاړېدو چارې له دوو ورځو راهیسې د کابل ښاروالۍ له خوا پیل شوې او د سرای شمالي تر څلور لارې به دوام وکړي.
د یادې سیمې اوسېدونکي وایي، د دغې پروژې په لومړي پلان کې ټاکل شوې وه چې دغه سړک ۱۲ متره پراخ شي؛ خو په دې وروستیو کې ورته ویل شوي چې ښایي دا سړک تر ۱۸ مترو پراختیا ومومي چې دغه کار د سیمې اوسېدونکو ته د ډېر زیان لامل شو.
الله محمد چې شاوخوا ۱۱ کاله کېږي په یاده سیمه کې ژوند کوي، وایي چې ۱۳ کاله مخکې دوی ته د یاد سړک د پراخېدو او د کورونو ویجاړېدو د پلان په اړه ویل شوي و.
د هغه په خبره، د هغو خلکو چې کورونه یې په لومړي پړاو کې ویجاړ شول او «زور واکي» وو، په تېر حکومت کې ورته بدیدلې ځمکې ورکړل شوې؛ خو تر اوسه ډېرو ته ځمکې نه دي ورکړل شوي او په بې برخلیکه حالت کې ژوند کوي.
په دغه حال کې، نجیب الله چې شاوخوا ۲۰ کاله یې په دغه سیمه کې ژوند کاوه، پرون یې کور ویجاړ شو.
هغه له حکومته غواړي، هغو کسانو ته چې کورونه یې ویجاړ شوي ژر تر ژره دې جبران خساره او ځمکه ورکړي؛ ځکه چې په ښه وضعیت کې نه دي.
بلخوا، د کابل ښاروالۍ د نشراتو رییس نعمت الله بارکزی وایي، د کابل ښاروالۍ یوه اصلي دنده د ښاري پلانونو په ښه ډول تطبیق او پراختیا ده؛ دا چې سرکوتل د کابل ښار یو له ډېرو مزدحمو سړکونو څخه و او د پراخېدو اړتیا یې وه، نو ځکه یې دغه برخه کې لاس په کار شول.
د هغه په خبره، پر دې لارې ویجاړ شوي کورونه بشپړ استملاک شوي او هغو کسانو ته به د جایدادونو بدیل او جبران خساره ورکړل شي چې د ملکیت سند لري او دا لړۍ لا هم دوام لري.
خو هغه په ډاګه کړه، کوم کسان چې د ملکیت سند نه لري، او پخپل سر یې ځمکه غصب کړې او کور یې پرې جوړ کړی، هيڅ بدیل به ورنکړل شي.
بارکزی زیاتوي، د کابل ښاروالي د دغو پروژو د تطبیق لپاره له مالي او بودجوي پلوه هيڅ ستونزه نه لري؛ شاوخوا دوه کاله وخت به ونیسي څو یادې پروژې بشپړې شي.
[/restrict]
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP