[restrict paid="true"]
کندهار (پژواک، ۲۴ غویی ۱۴۰۱): په کندهار ولایت کې د سرو زرو پلورونکي وايي، په دې وروستیو کې یې کاروبار ۵۰ سلنه لوېدلی او خلک د پخوا په څېر سره زر نه پېري.
دوی زیاتوي، د سرو زرو د پلور پر ځای پېرل ډېر شوي؛ ځکه د اقتصادي ستونزو له امله خلک اړ شوي چې د خپلو کورونو سره زر پر دوی وپلوري.
د کندهار ښار د کابل دروازې د سرو زرو یوه پلورونکي جواد پژواک خبري اژانس ته وویل، پخوا د سرو زرو مشتریان ډېر وو او نژدې هره ورځ به یې د سرو زرو امېل، بنګړي او نورې ګاڼې پلورلې؛ خو اوس یې په پوره اوونۍ کې هم څوک پوښتنه نه کوي.
هغه زیاته کړه: «په کندهار کې د پخوا په پرتله د سرو زرو کاروبار ۵۰ سلنه کم شوی دی، خلک اوس سره زر رانیسي نه، بلکې خرڅوي یې، ځکه اقتصادي وضعیت خراب شوی او بې روزګاري ډېره شوې ده.»
دی وايي، دغه حالت زرګران اندېښمن کړي او کاروبار یې زیانمن شوی دی.
د کابل دروازې د همدغه مارکېټ د سرو زرو یوه بل پلورونکی محمد رضا هم وايي چې د سرو زرو کاروبار نیمايي کم شوی او خلک د دې پر ځای چې سره زر وپېري، پر دوی یې خرڅوي.
هغه زیاته کړه، هره ورځ ګڼ کسان دوکان ته ورځي او د کور ګاڼې ورباندې پلوري، ځکه بېکاري ډېره شوې او غواړي له دې لارې خپلې نورې اړتیاوې پوره کړي.
دی وايي: «په تېرو کلونو کې چې به هر ځل کوچنی اختر تېر شو نو د سرو زرو د پلورلو بازار ګرمېده، ځکه دغه مهال ودونه ډېر وي او هره کورنۍ خپلو ناویانو ته سره زر اخلي، خو سږ کال وضعیت بدل دی.»
د ده په خبره، اوس خلک د پخوا په څېر د سرو زرو د پېرلو توان نه لري او د خپلو نورو مهمو اړتیاوو د پوره کولو په فکر کې دي.
دی وايي، که څه هم دغه حالت اندېښمن کړی دی، خو تمه لري چې وضعیت به ورو ورو ښه شي.
خو یو شمېر نور زرګران بیا وايي، که څه هم د سرو زرو کاروبار لوېدلی خو د دوی یې په پېرلو کې هم ګټه ده.
د سرو زرو یوه بل پلورونکي علي احمد په دې اړه پژواک خبري اژانس ته وویل: «د زرو کاروبار خو لوېدلی دی، اما که موږ یې رانیسو یا خرڅوو، زموږ په کې ګټه ده؛ نو ځکه خاص فرق موږ ته نه لري.»
بل خوا، هغه کسان چې د خپلو کورنیو زر پلوري وايي، پخوا یې ژوند او روزګار ښه وو خو په هېواد کې له بدلون وروسته یې له اقتصادي پلوه ژوند اغېزمن شوی او اړ شوي چې د خپلو کورنیو ګاڼې وپلوري او خپلې نورې مهمې اړتیاوې ورباندې پوره کړي.
محمد انور د کندهار ښار له هغو اوسېدونکو دی چې د زرګرانو مارکېټ ته د خپل کور د ګاڼو خرڅولو لپاره راغلی دی.
ده پژواک اژانس ته وویل، غواړي دوه جوړې بنګړي او یو امېل وپلوري او په پیسو یې کاروبار وکړي.
هغه زیاته کړه: «پخوا مې په یوه کمپنۍ کې کار کاوه، ښه معاش مې درلود؛ خو وروسته بنده شوه، دا څو میاشتې بې روزګاره وم، نورې پيسې نه لرم، ځکه نو د کور زر خرڅوم او په پیسو یې کاروبار کوم.»
د کندهار د زرګرانو اتحادیې مسوولین وایي، له دې سره سره چې د سرو زرو کاروبار لوېدلی خو بیه یې تر پخوا لوړه شوې ده.
د کندهار د زرګرانو اتحادیې مرستیال احمد شکیب پژواک ته وویل، په افغانستان کې له وروستیو سیاسي بدلونونو سره اقتصادي وضعیت خراب شوی چې د سرو زرو پر کاروبار هم اغېز کړی دی.
هغه زیاته کړه: «دا طبیعي ده چې له دومره لویو بدلونونو سره اقتصادي وضعیت هم خرابېږي چې د سرو زرو پر کاروبار یې هم اغېز کړی دی، خو د سرو زرو بیه د تېرو درېیو کلونو په پرتله لوړه شوې ده؛ پخوا د یوه ګرام سرو زرو بیه ۳۵۰۰ یا ۴۰۰۰ افغانۍ وه خو اوس ۵۵۰۰ یا ۶۰۰۰ افغانۍ ده.»
دی هم وايي، د پخوا په پرتله د خلکو له خوا د زرو پلور دوه برابره زیات شوی، ځکه چې په وینا یي ډېری کسان پيسو ته اړتیا لري او نه شي کولای چې زر وساتي.
اوس مهال په کندهار کې د یوه ګرام ۱۸ عیاره سرو زرو بیه ۵۰۵۰ او د ۲۱ عیاره سرو زرو بیه ۵۸۷۰ افغانۍ ده؛ خو زرګران وايي، دغه بیه هره شېبه لوړه او کښته کېدای شي.
په کندهار کې د کابل بازار په ګډون چې د زرګرانو پخوانی مارکيټ پکې دی، ۱۵۰ د سرو زرو پلورنځي او شاوخوا ۳۵۰ د سرو زرو د ګاڼو جوړولو کارځایونه شته چې ټول شمېر یې ۵۰۰ ته رسېږي.
[/restrict]
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP