ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

په هېواد کې د صرافانو سراسري شورا کار بندیز اعلان کړ

په هېواد کې د صرافانو سراسري شورا کار بندیز اعلان کړ

author avatar
14 May 2022 - 22:15
په هېواد کې د صرافانو سراسري شورا کار بندیز اعلان کړ
author avatar
14 May 2022 - 22:15

کابل (پژواک، ۲۴ غویی ۱۴۰۱): د افغانستان د صرافانو سراسري شورا، نن اعلان وکړ چې صرافان د جواز اخیستو څرنګوالي په برخه کې د ستونزو تر حل کېدو پورې خپل دوکانونه بند ساتي او فعالیتونه دروي.

د دې شورا له لوري په خپاره شوي پرېکړه ليک کې راغلي، د هېواد د مرکز او ولايتونو صرافانو ډېرې هڅې وکړې څو د یوه واحد نظر په پام کې نیولو سره د خپلو شرکتي جوازونو ستونزې حل کړي او عریضې یې اړوندو چارواکو ته سپارلې دي؛ خو کومه حل لاره ورته ونه موندل شوه.

په پرېکړه ليک کې زياته شوې ده: «د نوې طرحې له مخې، په دې ډول شرايطو کې د جواز ترلاسه کول د صرافانو له توانه لرې ده او صرافان په وطن دوستۍ سره د هېوادوالو داخلي او خارجي حوالې اجرا‌ء کوي او دغه راز د ملي سوداګرو لپاره د خوراکي توکو صادرولو په موخه د پیسو د لېږد او راکړې ورکړې لپاره کار او هڅه کوي، خو متاسفانه چې له لویدیځه ترجمه شوی قانون چې د تېر رژیم د عقده یي افرادو او مامورینو له خوا پر صرافانو تطبیقیږي.»

په پرېکړه ليک کې راغلي، دغه شرطونه د افغانستان ټولو صرافانو ته د منلو او تایید وړ نه دي، صرافان د صرافیو د شرکتي جوازونو د اخیستلو توان نه لري او دغه راز خپلې ستونزې یې د حکومت له اقتصادي کمېسیون سره هم شریکې کړې دي.

د صرافانو سرتاسري اتحادیه وايي، تر هغه چې د صرافانو د شرکتي جوازونو ستونزې نه وي هوارې شوې، خپل دوکانونه به همداسې بند ساتي او د راکړې ورکړې ټول فعالیتونه به ودروي.

په پرېکړه ليک کې څرګنده شوې: «د ټول افغانستان صرافانو سر له نن (شنبې، د ۲۴/۲/۱۴۰۱نېټه) کاربندیز اعلان کړی او دغه کار بنديز د افغانستان د ټولو صرافانو ډېره عاجزي او مجبوري ده او د اسلامي امارت ټولو اراکینو ته خبر ورکول کېږي چې د افغانستان د صرافانو دغه کار د اسلامي امارت پر خلاف نه دی.»

دغې اتحادیې هیله څرګنده کړې چې د یادو ستونزو د هواري په برخه کې دې د صرافانو په مشوره د حل لار پیدا شي.

د کابل ښار په شهزاده سراى کې یوه صراف احمدشاه پژواک خبري اژانس ته وويل،‎ د کابل د شهزاده سراى د صرافانو اتحاديې نن (شنبه) تر مازیګره ناسته درلوده او پرېکړه يې کړې چې سر له سبا به یې فعالیت بند شي.

د هغه په ​​خبره، د حکومت د پرېکړې له مخې، د صرافۍ د جواز بيه ۵ ميليونه افغانۍ ټاکل شوې او یو صراف باید ۵۰ میلیونه نغدې افغانۍ ولري.

هغه وايي چې دغو شرطونو د صرافۍ کار سخت کړی دی.

د فارياب د صرافانو ټولنې رییس محمد نسيم لفرايي وايي، دوی د هېواد د صرافانو اتحاديې له پرېکړې ملاتړ کوي او سره له سبا به د ستونزو تر هواري پورې د اسعارو د تبادلې ټول مارکېټونه تړي او د اسعارو تبادله به بنده کړي.

هغه زياته کړه، ډېری صرافان د بانکي ضمانت لپاره ۵ میلیونه افغانۍ نه لري او که حکومت او مرکزي بانک د بانکي تضمین د طرحې په اړه بیا کتنه ونه کړي، ډېرې صرافۍ نه شي کولای فعالیت وکړي.

پژواک هڅه وکړه څو په دې اړه د مرکزي بانک او د حکومت د وياندویانو نظر هم ترلاسه کړي، خو تر اوسه يې ځواب نه دى ورکړی.

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.