ترینکوټ، جلال اباد (پژواک، ۲۵ غویی ۱۴۰۱): په اروزګان کې یوه موټر یو ماشوم وهلی او مړ کړی دی؛ بل خوا په ننګرهار کې بیا د دوو موټرو د ټکر له امله ۴ کسان ټپيان شوي دي.
د اروزګان د اطلاعاتو او کلتور رییس محمد اصف پژواک خبري اژانس ته وویل، نن له غرمې مخکې د دغه ولایت د چارچینو ولسوالۍ په سراب سیمه کې یوه بایفور موټر یو ماشوم وهلی او ځای پر ځای مړ کړی دی.
هغه زیاته کړه، پېښه د بې احتیاطۍ له امله شوې او موټر چلوونکی د امنیتي کسانو له خوا نیول شوی دی.
د ننګرهار په ترافیکي پېښه کې بیا د دوو ښځو په ګډون ۴ کسان ټپيان شوي دي.
د ننګرهار د سیمه ییز روغتون ویاند ګلزاده سنګر د غويي په ۲۵مه پژواک اژانس ته وویل، نن سهار شاوخوا نهه بجې د جلال اباد ښار د ۷مې ناحیې اړوند د چکنوریو بازار سیمه کې یوې ریکشا له الټو موټر سره ټکر کړی دی.
نوموړی وایي، د یادې ترافیکي پېښې له امله روغتون ته څلور ټپیان راوړل شوي چې دوه یې نارینه او دوه یې ښځې دي.
هغه د ټپيانو روغتیايي وضعیت د ډاډ وړ وباله.
د پېښې يوه عيني شاهد صاحب الله پژواک ته وويل، دواړو موټر چلوونکو له يو بله په بې احتياطۍ موټر مخکې کول چې ټکر يې وکړ.
هغه زياته کړه، وروسته د سيمې خلکو ټپيان روغتون ته ولېږدول.
د ترافیکي اصولو نه مراعتول، ګړندی تګ او د سړکونو خرابوالی د ترافیکي پېښو د ډېروالي لاملونه بلل کېږي.
Views: 71
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن