محمودراقي (پژواک، ۲۵ غویی ۱۴۰۱): د کاپيسا یو شمېر کروندګر د دغه ولايت په ځینو ولسواليو کې د اوبو د کمښت او وچکالۍ له امله شکايت کوي، وايي چې کروندې يې له منځه تللې دي.
د دغه ولايت د نجراب ولسوالۍ اوسېدونکي میلاد پژواک اژانس ته وويل، دوی سږکال د تېر کال په پرتله ډېر د اوبو له کمښت سره مخ دي او کروندې يې له منځه تللې دي.
نوموړي زیاته کړه: «متاسفانه چې د وچکالۍ او اوبو د کمښت له امله، زموږ د غنمو کښتونه وچ شوي او له منځه تللي دي.»
هغه وویل، ډېرو بزګرانو د وچکالۍ له امله خپل د غنمو کښتونه حاصل ته له رسېدو مخکې رېبلي دي.
میلاد له حکومته وغوښتل چې د بزګرانو ستونزو ته رسېدنه وکړي.
د یاد ولایت د مرکز محمودراقي اوسېدونکي مسعود هم وویل چې کروندګر له یوې خوا د کېمیاوي سرې او اصلاح شوي تخم پېرلو توان نه لري او له بلې خوا د اوبو د کمښت له امله د غنمو کښتونه یې له منځه تللي دي.
نوموړي هم له حکومت او مرستندویه موسسو وغوښتل چې په دې برخه کې له خلکو سره مرسته وکړي.
په ورته مهال، د کاپیسا د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ رییس روح الله روحاني له پژواک سره خبرو کې وویل، سږ کال د کاپیسا په ګډون د هېواد په ټولو ولایتونو کې وچکالي ده.
نوموړي زیاته کړه: «الحمدلله موږ د کار په بدل کې د غنمو ورکړې پروګرام په پیلولو سره وکولای شول چې ویالې پاکې او د اوبو جریان اسانه کړو او د هېواد د نورو ولایتونو په پرتله د وچکالۍ مخه ونیسو.»
هغه وویل، سږ کال په تګاب ولسوالۍ کې ۳۰ سلنه خلک، په نجراب کې ۱۰ سلنه او په اله سای کې هم ۱۰ سلنه خلک د اوبو له کمښت او وچکالۍ سره مخ شوي دي.
هغه زیاته: «ځینې کښتونه چې مشخصه نه ده څو جریبه به وي، په کلیو کې له منځه تللي دي.»
روحاني وایي، دوی په دغه ولایت کې کروندګرو لپاره د خدماتو رسولو ته ژمن دي او هڅه کوي د موسسو په همکارۍ له هغو بزګرانو سره چې کښتونه یې له منځه تللي مرسته او ملاتړ یې وکړي.
Views: 19
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن