ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

اروزګان ته د تېر حکومت چارواکو او مسوولینو راستنولو لړۍ چټکه شوې ده

اروزګان ته د تېر حکومت چارواکو او مسوولینو راستنولو لړۍ چټکه شوې ده

author avatar
15 May 2022 - 15:42
اروزګان ته د تېر حکومت چارواکو او مسوولینو راستنولو لړۍ چټکه شوې ده
author avatar
15 May 2022 - 15:42

ترینکوټ (پژواک، ۲۵ غویی ۱۴۰۱): د اروزګان د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست وايي، د تېر حکومت د هغو چارواکو راستنولو لړۍ یې چټکه کړې چې د «اسلامي امارت» په راتلو سره له هېواده وتلي وو.

د دې ادارې رییس محمد اصف پژواک خبري اژانس ته وویل، د ولایت مقام، امر باالمعروف ریاست او قومي مشرانو په ګډو هڅو په وروستیو دوو اوونیو کې ۱۰ هغه کسان بېرته خپلو سیمو ته راستانه شوي او عادي ژوند یې پيل کړی چې په تېر حکومت کې یې د اروزګان په امنیتي ادارو کې دندې لرلې.

هغه زیاته کړه، په راستنو شوو کې د دغه ولایت د امنیې قوماندانۍ د امنیت پخوانی امر، د یو شمېر امنیتي حوزو امرین، د نظامي کنډکونو او ولسوالیو امنیه قوماندانان او د ملي امنیت مخکنی ښاري مدیر شامل دي.

دی وايي، دغه کسان د اروزګان د بېلابېلو سیمو اوسېدونکي دي چې تازه له خپلو کورنیو سره یو ځای شوي او اوس خپل عادي ژوند کوي.

د ده په خبره، هغوی د «اسلامي امارت» په راتلو سره له ډاره له هېواده وتلي وو خو له هغه وروسته یې بېرته راتلو ته زړه ښه کړ چې ولایتي ادارې د بشپړ خوندیتوب ډاډ ورکړ.

هغه وویل، د پخوانيو نظامي او ملکي چارواکو رابللو او راستنولو هڅې چټکې شوې او تر دې مهاله ګڼ شمېر پخواني سرتېري هم بېرته خپلو سیمو ته راستانه شوي دي.

دی وايي، دغه کسان تر ډېر په پاکستان، ایران او نورو هېوادونو کې اوسېدل.

نوموړی پر پاتې کسانو هم غږ کوي چې بېرته خپلو کورونو ته راستانه شي او له خپل هېواده لرې په پرديو هېوادونو کې ستړي ژوند ته د پای ټکی کېږدي.

د ده په خبر، بېرته راغلو کسانو ته دمګړی یوازې د خوندیتوب او عادي ژوند زمینه برابره شوې ده خو هڅه کېږي د کار زمینه هم ورته برابره شي.

ارزوګان ته د راستنو شوو پخوانیو چارواکو له ډلې د ترینکوټ ښار د لومړۍ امنیتي حوزې امر چې نه یې غوښتل نوم یې واخیستل شي پژواک ته وویل، د طالبانو له راتګ وروسته ایران ته تللی و چې هلته بد چلند ورسره کېده او ډېر کړاوونه یې وګالل.

هغه زیاته کړه: «د سیمې د مخورو په مرسته زمینه راته برابره شوه چې اروزګان ته راشم، دلته مې د امارت له مسوولینو سره ولیدل، هغوی د امنیت ډاډ راکړ او اوس په خپل کلي او کور کې عادي ژوند کوم.»

دی وايي، تر اوسه له کومې ستونزې سره نه دی مخ شوی او پلان لري چې له سره نوی ژوند پیل کړي.

د اروزګان اوسېدونکي د چارواکو په دغه اقدام خوښ دي او غوښتنه کوي چې په هېواد کې دې د تلپاتې سولې او ثبات لپاره له هېواده وتلي پخواني ټول ملکي او نظامي چارواکي بیرته خپل هېواد ته را ستانه کړل شي.

د مرکز ترینکوټ اوسېدونکي عصمت الله پژواک خبري اژانس ته وویل، د اوسني حکومت چارواکي دې د پخوانیو چارواکو د رابللو او راستنولو لړۍ چټکه کړي څو هېواد یو بلې جګړې ته ټېل نه وهل شي.

دی پر پخوانیو چارواکو هم غږ کوي چې خپلو کورونو ته راوګرځي او عادي ژوند پيل کړی.

د اروزګان چارواکي په داسې حال کې د تېر حکومت د چارواکو رابللو او راستنولو د لړۍ چټکوالي خبره کوي چې شاوخوا دوه میاشتې مخکې سرپرست حکومت له هېواده بهر د افغان شخصیتونو راستنولو په هدف کمېسیون جوړ کړ.

په دغه کمېسیون کې- چې د کانونو او پټرولیم سرپرست وزیر مولوي شهاب‌الدین دلاور په مشرۍ جوړ شوی- د بهرنيو چارو سرپرست وزير امیر خان متقي، د اطلاعاتو او فرهنګ سرپرست وزير ملا خیرالله خیرخواه، د استخباراتو لوی رئیس ملا عبدالحق وثیق، د امر بالمعروف سرپرست وزیر شېخ محمد خالد حنفي، لوی درستیز قاري فصیح‌الدین او د کورنيو چارو وزارت سلاکار محمد انس حقاني غړیتوب لري.

خو تر اوسه لا څرګنده نه ده چې دغه کمېسیون په بهر کې له مېشتو څومره کسانو سره اړیکې نیولې او یا یې بېرته هېواد ته راستانه کړي دي.

Views: 202

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.