غزني (پژواک، ۲۶ غویی ۱۴۰۱): د کورنیو چارو وزارت وايي، په غزني ولایت کې یې د عملیاتو په لړ کې درې کسان په یوې لارۍ کې له بار وسلو سره نیولي چې غوښتل یې پاکستان ته یې قاچاق کړي.
دغه وزارت پر خپله ټویټرپاڼه لیکلي، دا عملیات د پولیسو د ۳۳۳ قطعې د ځانګړو ځواکونو له خوا نن د دغه ولایت په قره باغ ولسوالۍ کې شوي دي.
د خبرپاڼې په حواله، درې کسان چې په یوه لارۍ کې یې ګڼ شمېر وسلې او مهمات بار کړي وو او غوښتل یې پاکستان ته یې ولېږدوي، نیول شوي دي.
سرچینه وايي، له نیول شوو کسانو پلټنې پیل شوې چې جزئیات به یې وروسته په ډاګه شي.
د غزني امنیې قوماندانۍ ویاند سید اسحاق صالح پژواک خبري اژانس ته وویل، په نیول شوو کسانو کې دوه موټر چلوونکي او یو هغه کس شامل دی چې په خپل کور کې یې وسلې ساتلې وې.
هغه زیاته کړه، په نیول شوو وسلو کې یو میل M4، پنځه M16، درې پیکاوې، یو امریکايي درازکوف، څلوېښت M49 ټوپک، بېلابېلې مرمۍ او نور مهمات شامل دي.
نوموړي دا یوه لاسته راوړنه وبلله او ویې ویل چې پاکستان ته یې د زیات شمېر وسلو د قاچاق مخنیوی کړی دی.
په دې اړه رسنیو ته په استول شوې ویډیو کې نیول شوي کسان وايي، وسلې د شېرمحمد په نوم د یوه کس وې چې غوښتل یې پاکستان ته یې ولېږدوي.
د یادونې ده، له دې مخکې په کندهار، پکتیکا او ګڼو نورو سرحدي ولایتونو کې ګڼ کسان له وسلو سره یو ځای نیول شوي وو چې غوښتل یې پاکستان ته یې قاچاق کړي.
Views: 238
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن