ترینکوټ (پژواک، ۲۶ غویی ۱۴۰۱): د اروزګان ولایت د چنارتو ولسوالۍ اوسېدونکي وايي، کلونه کېږي چې دا ولسوالي رسمیت نه لري او له همدې امله له هر ډول خدماتو او پرمختیايي چارو بې برخې دي.
هغوی چې شمېر یې لسګونو ته رسېده او د دغې ستونزې د حل په موخه ولایت مقام ته راغلي وو، له سرپرست حکومته د دغې ولسوالۍ رسمي کېدل وغوښتل.
د چنارتو ولسوالۍ یوه مخور لعل محمد پژواک خبري اژانس ته وویل، شاوخوا دوه لسیزې کېږي چې دا ولسوالي تش په نوم ولسوالي ده؛ ځکه دولتي تشکیلات یې کم او پرمختیايي چارې په کې په نشت حساب دي.
هغه زیاته کړه، د تېر حکومت چارواکو په وار وار له دوی سره ژمنه وکړه چې چنارتو ولسوالي به رسمي کوي او له ټولو هغو خدماتو او دولتي تشکیلاتو به برخهمنه کېږي چې نورې ولسوالۍ ورڅخه برخهمنې دي.
خو دی وايي، تېر حکومت وپرځېد خو دا ولسوالي یې رسمي نه کړه.
د ده په خبره، اوس یې تمه سرپرست حکومت ته ده څو د دوی غږ واوري؛ نه یوازې دا ولسوالي رسمي کړي، بلکې خلکو ته خدمات وړاندې کړي او دولتي تشکیل ورکړي.
د دې ولسوالۍ یوه بل اوسېدونکي سید محمد پژواک خبري اژانس ته وویل، د چنارتو- ترینکوټ لارې خرابوالی، د روغتیا او پوهنې د خدماتو نشتوالی او د بشري مرستو په برخه کې نه پاملرنه هغه ستونزې دي چې کلونه کېږي د دې ولسوالۍ اوسېدونکي ورسره مخ دي.
هغه زیاته کړه، مخکیني حکومت دې ولسوالۍ ته د نه پاملرنې لامل ناامني او جګړې بللې؛ خو اوس چې امنیت ټینګ شوی، باید دا ستونزه حل شي.
شفیع الله د دې ولسوالۍ بل اوسېدونکی دی چې له چارواکو غواړي دې ولسوالۍ ته پام وکړي.
هغه پژواک ته وویل، دا ولسوالي له مخابراتي خدماتو هم بې برخې ده چې باید پام ورته وشي.
د اروزګان ولایتي ادارې مسوولین بیا د چنارتو ولسوالۍ اوسېدونکو ته ډاډ ورکوي چې ستونزو ته به یې حل لارې لټوي.
د دغه ولایت والي ملا محمد خان دعوت پژواک خبري اژانس ته وویل، د دې ولسوالۍ د اوسېدونکو هغه ستونزې چې په ولایت مقام پورې اړوندې وې، همدلته حلوي او هغه چې په مرکز پورې اړوندیږي، د حل په موخه تر مرکزي چارواکو یې رسوي.
هغه زیاته کړه، ولایتي اداره به د دولتي ریاستونو په ګډون مرستندویه ادارې او موسسې وهڅوي څو چنارتو ولسوالۍ ته پام وکړي او خلکو ته پرمختیايي او بشري خدمات وړاندې کړي.
ده ډاډ ورکړ چې ژر به دې ولسوالۍ کې مخابراتي شبکې فعالیت پیل کړي او خلکو ته به د ټیلیفوني اړیکو او انټرنیټ خدمات وړاندې شي.
د يادونې ده، د چنارتو ولسوالۍ ترڅنګ د ارزوګان د نورو ولسوالیو اوسېدونکي هم له ورته ستونزو سره مخ دي او د حل غوښتنه يې کوي.
Views: 42
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن