[restrict paid=”true”]
کابل (پژواک، ۲۵ غویی ۱۴۰۱): ترکیه وایي چې په کندهار ښار کې وژل شوی ځوان د افغان ترک لېسې مرستیال و او د هغه وژنه یې غندلې ده.
نامعلومو کسانو د ارشاد فضلي په نامه یو ځوان د کندهار ښار په عینو مېنه کې د چاړه په ګوزارونو وژلی دی.
دغه پېښه د کندهار ښار یوولسمې حوزې اړوند د عینو مېنې سيټا چوک ته څېرمه د شنبې په ورځ ماسپښين شاوخوا ۴ بجې رامنځته شوې وه.
د کندهار ولایت مقام ویاند مولوي محمود عزام پژواک خبري اژانس ته ویلي وو، په عینو مېنه کې یو کس وژل شوی خو دوی یې د عاملینو په اړه پلټنه کوي. نوموړي په دې اړه نور جزییات نه وو ورکړي.
د ترکیې صباح ورځپاڼې د راپور له مخې، ددغه هېواد د بهرنیو چارو وزارت په یوه بیان کې د ارشاد فضلي وژنه په کلکه غندلې ده.
سرچینې زیاته کړې، فضلي د کندهار په عینو مېنه کې د افغان ترک لېسې د مرستیال په توګه دنده ترسره کوله.
ترکیې د کندهار له ځایي مسوولینو غوښتي چې ددې پېښې مسوولین د قانون منګولو ته وسپاري.
د ترکیې د بهرنیو چارو وزارت د ارشاد فضلي کورنۍ ته د تسلیت مراتب وړاندې کړې دي.
د ارشاد فضلي ځیني ملګري وايي، هغه له انجینرۍ پوهنځي څخه فارغ او د ډېرو ښو اخلاقو خاوند ځوان و.
د ارشاد فضلي یوه نږدې ملګري صدیق احمد پژواک اژانس ته وویل، هغه له هیچا سره کومه شخصي دښمني یا ستونزه نه لرله او یو لوستی ځوان و چې تل یې ناسته ولاړه هم له لوستو او بې غرضه ځوانانو سره وه.
[/restrict]
Views: 254
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن