ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

امریکا په دغه هېواد کې د افغانستان د سفارت او کونسلګریو ساتنې مسوولیت واخیست

امریکا په دغه هېواد کې د افغانستان د سفارت او کونسلګریو ساتنې مسوولیت واخیست

author avatar
17 May 2022 - 22:27
امریکا په دغه هېواد کې د افغانستان د سفارت او کونسلګریو ساتنې مسوولیت واخیست
author avatar
17 May 2022 - 22:27

[restrict paid=”true”]

کابل (پژواک، ۲۷ غویی ۱۴۰۱): د امریکا د بهرنیو چارو وزارت وایي، په دغه هېواد کې یې د افغانستان د سفارت او په دوو سترو ښارونو کې د کونسلګریو د ملکیتونو او د سفارت د مالي شتمنیو د ساتنې او مراقبت بشپړ مسوولت واخیست.

د امريکا متحدو ایالتونو په مرکز واشنګټن ډي سي کې د افغانستان سفارت او د نیویارک او لاس انجلس په ښارونو کې یې کونسلګرۍ د تېر کال د کب په ۲۵مه وتړل شول.

د افغانستان سفارت چارواکو هغه مهال ویلي وو چې د مالي ستونزو له امله یې ډيپلوماتیک او کونسلي خدمتونه تړلي او د امریکا د بهرنیو چارو وزارت چارواکو ته یې د لنډو مراسمو په ترڅ کې سفارت «تحویل شو او هغوی به یې ساتنه او مراقبت» کوي.

دا په داسې حال کې ده چې امریکا د افغانستان اوسنی سرپرست حکومت پر رسمیت نه پېژني.

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ویلي چې د دغه ډيپلوماتیک ماموریت د امنیت او ساتنې «بشپړ مسوولیت» لري چې له تېرې ورځې (د غويی ۲۶مې) راهيسې پیل شوی او تر بل امر پورې به هيچا ته اجازه نه ورکول کېږي چې دغه سفارت او کونسلګریو ته داخل شي.

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت په یوه یادښت کې ویلي: «تر وروستۍ اطلاع پورې، د امریکا د بهرنیو چارو وزارت د بهرنیو ماموریتونو دفتر د افغانستان د سفارت او کونسلګریو د حفاظت او د منقول او غیر منقول ملکیتونو، اثاثیه، ارشیفونو او د سفارت د مالي شتمنیو د مراقبت بشپړ مسوولت واخیست.»

سرچینه زیاتوي چې په کابل کې د امریکا سفارت له تړل کېدو وروسته، افغانستان غوښتنه نه ده کړې چې کوم بل درېیم هېواد یې په امریکا کې د هغوی د ودانیو او ګټو «ساتندوی» شي.

دا مهال د افغانستان لپاره د امریکا سفارتي چارې له قطره تنظیمیږي او په کاناډا کې د افغانستان سفارت په متحدو ایالتونو کې مېشتو افغانانو ته کونسلي خدمتونه وړاندې کوي.

[/restrict]

Views: 607

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.