کابل (پژواک، ۲۷ غویی ۱۴۰۱): د ملکي هوانوردۍ انسټیټیوټ رييس وایي چې سږ کال يې د تېر کال په نسبت دوه برابره محصلین جذب کړي دي.
دغه څرګندونې د ملکي هوانوردۍ انسټیټیوټ رییس صبغت الله کاکړ د غویي په ۲۶مه په کابل کې د یوې خبري غونډې پر مهال وکړې.
هغه وايي چې دا مهال په دغه انسټیټیوټ کې ۱۹۵ محصلین په زدهکړو بوخت دي چې ۱۳۲ یې سږ کال نوي جذب شوي او ۶۳ يې پخواني دي.
هغه وویل: «په دې انسټیټیوټ کې ۱٥ نجونې زده کوونکې هم شته چې ۷ یې سږ کال نوې جذب شوې او ٨ د تېر کال دي، خو دا مهال زدهکړو ته نه راځي، کله چې مشرتابه امر وکړي، دوی به خپلو زدهکړو ته ادامه ورکړي.»
دى زياتوي چې دغه محصلین د کانکور ازموينې له لارې جذب شوي دي.
هغه زیاته کړه چې د کتابتون، کمپیوټرلب او نورو درسي موادو په برخه کې د محصلينو ۷۰ سلنه ستونزې حل شوي او د نورو د هوارِ لپاره هلې ځلې روانې دي.
دی وایي، کوم کسان چې له دغه انسټیټیوټه فارغېږي، د هېواد په هوایي ډګرونو کې به دندې ورکړل شي.
خو بل لور ته محصلين بيا وايي چې د انسټيټيوټ ځيني وسايل ويجاړ شوي دي.
د ياد مرکز د دويم کال محصل محمد جواد سلطاني پژواک ته وويل چې په هېواد له بدلون وروسته د دغه انسټیټيوټ ځيني تخنیکي وسایل ویجاړ شوي دي.
د هغه په وينا، د ويجاړ شوو وسايلو له ډلې ځيني بېرته رغول شوي او نور يې هم بايد ورغول شي.
همدارنګه يوه بل محصل احمدالله احمدي پژواک ته وویل چې په دغه انسټیټیوټ کې محصلینو ته د ټاورونو، رادار، کنټرول او د اړیکو نیولو برخو کې زده کړې ورکول کېږي.
دی وایي چې اوس مهال په درسي برخه کې کومه ستونزه نه لري او ټول امکانات ورته برابر شوي دي.
د یادونې ده، په هېواد کې له بدلون وروسته د کابل هوایي ډګر یو شمېر تخنیکي او نور وسايل ويجاړ شوي وو چې ډېر يې بېرته رغول شوي دي.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن