قلعهنو (پژوک، ۲۸ غویی ۱۴۰۱): د بادغیس د ولسوالیو یو شمېر اوسېدونکي د دغه ولایت مرکز قلعه نو ښار ته د غځېدلو لارو له خرابوالي شکایت کوي او له حکومته دې برخې ته پاملرنه غواړي.
دغه اوسېدونکي وایي، قلعه نو ته د غځېدلو لارو خرابوالى د دوی لپاره لویه ستونزه ده چې له ننګونو سره یې مخ کړي دي.
د دغه ولايت د جوند ولسوالۍ اوسېدونکى سيدمحمد وايي چې په دې ولسوالۍ کې د لارې خرابوالي له امله ناروغان روغتون ته د لېږد پر مهال خپل ژوند له لاسه ورکوي.
نوموړي زیاته کړه، سره له دې چې جوند ولسوالۍ د بادغيس له مرکز قلعه نو څخه ١٦٠ کيلومتره واټن لري، خو د لارو خرابوالى د دې لامل شوی چې دغه لاره په لسو ساعتونو کې ووهي.
نوموړي په دې برخه کې د چارواکو د لا زياتې پاملرنې غوښتنه وکړه او ويې ويل چې له ولسواليو قلعه نو ښار ته د غځېدلو لارو رغولو ته دې جدي پاملرنه وکړي او په تړاو دې یې اساسي ګامونه واخلي.
سید محمد وویل: «زه له حکومته هیله کوم څو خلکو ته خدمت وکړي، په لارو او سړکړنو دې کار وکړي څو د خلکو ستونزې حل شي، خلک ډېر بېوزلي دي او مرستې ته اړ دي.»
د دغه ولايت د قادس ولسوالۍ يو بل اوسېدونکى غلام سخي هم په ياده ولسوالۍ کې د لارو اوږدو کې له ستونزو شکايت کوي او وایي، د مسوولینو نه پاملرنه د سړکونو د لا خرابېدو لامل شوې او اړتیا ده چې د بېرته جوړولو لپاره یې جدي پاملرنه وشي.
هغه زیاته کړه: «سړکونه واقعاً خراب دي، له دولته غواړو څو دې برخه ته رسېدنه وکړي، د لارې خرابوالی د دې لامل شوی چې موټر ناوخته ورسېږي او زموږ ناروغان په لاره کې مړه شي.»
له بلې خوا د قلعه نو- قادس لارې يو موټر چلوونکى عبدالقادر هم په همدې نظر دی او وایي: «سړکونه ډېر خراب شوي، کله چې موږ ولسوالۍ ته ځو نو له یونیم زره تر دوه زرو افغانیو پورې بېرته د موټر په ترمیم مصرفوو.»
نوموړی زیاتوي، د لارو خرابوالی په موټرو کې د عوارضو لامل شوی او د دوی ستونزې یې لا زیاتې کړې دي.
عبدالقادر له دولته غواړي چې د دغه ولایت د ولسوالیو سړکونه پاخه او ستونزې یې ور هوارې کړي.
پر دې سربېره د بادغيس د سړکونو د ساتنې او مراقبت امریت مسوولین وايي، که څه هم د بادغيس ټولې برخې بیا ترميم ته اړتيا لري، خو دوی هڅه کوي څو د دغه ولايت د ولسواليو سړکونه ترميم کړي.
د دغه ولايت د سړکونو د ساتنې او څارنې امر مولوي عبدالرحمن وثيق وایي، دوى تر اوسه د بالامرغاب، قرماچ او قادس ولسواليو پر لارو کار کړی دی.
هغه زياتوي، له ستونزه یې له مرکزي چارواکو سره شريکه کړې او ژر به له مرکز سره پر نورو نښلېدلو لارو هم کار پيل شي.
وثیق زیاته کړه: «زموږ کارونه تل روان دي او رسېدنه مو هم ډېره کړې؛ د بادغیس ټولې برخې کار ته اړتیا لري او ژر پر نورو برخو هم کار پیلوو.»
دا په داسې حال کې ده چې په هېواد کې له وروستیو بدلونونو او نوي حکومت له راتلو وروسته د قیصار- لامان حلقوي سړک کار هم درېدلی او تر اوسه بېرته نه دی پیل شوی.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP