ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

ترکیې په ناټو کې د سوېډن او فنلینډ له شاملېدو سره کلک مخالفت وښود

ترکیې په ناټو کې د سوېډن او فنلینډ له شاملېدو سره کلک مخالفت وښود

author avatar
17 May 2022 - 23:11
ترکیې په ناټو کې د سوېډن او فنلینډ له شاملېدو سره کلک مخالفت وښود
author avatar
17 May 2022 - 23:11

اټلانټا (پژواک، ۲۷ غویی ۱۴۰۱) : د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردغان په ناټو سازمان مې د سوېډن او فنلینډ له شمولیت سره کلک مخالفت اعلان کړی دی،

د ناټو سازمان د ترکیې په ګډون ۳۰ غړي لري او په دې وروستیو کې د روسیې له کلک مخالفت سره سره دغو دوو هېوادونو په ناټو سازمان کې د شاملېدو پریکړه کړې ده.

د ناټو د غړیتوب ترلاسه کولو لپاره اړینه ده، چې د سازمان د ټولو غړو موافقه ترلاسه کړی شي.

د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردګان په انقره کې یوې خبري غوندې ته ویلي چې سوېډن او فنلینډ پر دې موضوع د خبرو اترو لپاره دې خپل پلاوي انقرې ته نه رالیږي.

ترکیه وایي چې یاد هېوادونه د هغو کرد ډلو ملاتړ کوي او ورته یې پناه ورکړې چې د ترکيې پر ضد جنګیږي.

نوموړي زیاته کړې چې سوېډن او فنلینډ د ترهګرو مرکزونه دي اودوی به یې په ناټو کې له ګډون سره مخالفت کوي.

 فنلینډ د پارلمان غړو نن په یوه خوله د شمالي اتلانتیک د تړون (ناټو) کې د غړیتوب په پلوۍ رایه ورکړه او په دې توګه یې د سویډن سره په ګډه په ناټو کې د شمولیت درخواست ته لاره هواره کړه.

د یوې نیمې ورځې پرله پسې بحثونو وروسته د فنلنډ د پارلمان د ۲۰۰ غړو څخه ۱۸۸ غړو په ناټو تړون کې د شمولیت په پلوۍ رایه ورکړه.

دا د تیرو ۷۵ کلونو راهیسې د فنلینډ د پوځ د ناپیلتوب په پالیسۍ کې ستر بدلون دی.

فنلینډ څه دپاسه نیمه پیړۍ د روسیې د امپراتورۍ لاندې ژوند کړی تر هغه چې په ۱۹۱۷ یې خپلواکي واخیستله، خو دا هیواد یو ځل بیا په ۱۹۳۹ کې د پخواني شوروي اتحاد له یرغل سره مخامخ شو. فنلنډیانو په دغه ژمنۍ خونړۍ جګړه کې سخت وجنګیدل، خو بالاخره اړل  شول چې د خپل ختیځ کاریلا ولایت ستره برخه د مسکو سره د سولې د تړون په لاس لیک کولو سره له لاسه ورکړي.

د عامه نظر پوښتنو له مخې د فنلنډ درې برخې نفوس غواړي له ناټو سره یوځای شي، دا شمیره پر یوکراین باندې د روسيې د یرغل څخه مخکې وخت په پرتله درې چنده لوړه شوې ده.

په دې ترڅ کې سویډن د دوشنبې په ورځ په ناټو کې د شمولیت لپاره خپل نیت په رسمي توګه اعلان کړ او ددې هیواد د بهرنیو چارو وزیرې ان لیندا د سه شنبې په ورځ دغه لیک لاس لیک کړ.

Visits: 66

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.