کابل (پژواک، ۲۸ غویی ۱۴۰۱): د امریکا د دفاع وزارت ګانګرس ته په یوه تازه راپور کې ویلي چې د ۲۰۲۱ د اګسټ له ۲۹مې د تخلیې پروګرام له بشپړېدو وروسته یې په افغانستان کې هيڅ هوايي برید نه دی کړی.
له دې مخکې د مرکزي قوماندانۍ پخواني مشر جنرال کینټ مکنزي ویلي وو چې له “ترهګرۍ” سره د مبارزې لپاره امریکايي الوتکې باید اوږده پروازونه وکړي چې د افغانستان فضا ته ورسېږي او د ده په خبره، دغه کار وخت ضایع کوي چې الوتکې بېرته د تېلو اچولو لپاره راشي.
پخوا به امریکايي ځواکونو په افغانستان کې د بګرام او له نورو پوځي اډو هوايي بریدونه کول.
د امریکا غږ د راپور له مخې، په دغه راپور کې ادعا شوې، په افغانستان کې د القاعده ډلې د فعالیت محدود پاتې کېدل ښايي د افغانستان د سرپرست حکومت د نړیوال رسمیت پېژندنې ترلاسه کولو لپاره وي.
په افغانستان کې د اشرف غني حکومت تېر کال د زمري په مياشت کې سقوط وکړ او اوسنی سرپرست حکومت يې ځای ونيو خو تر اوسه چا پر رسمیت نه دی پېژندلی.
د راپور له مخې، د امریکا مرکزي قوماندانۍ ادعا کړې چې د القاعده ډلې مشران د سرپرست حکومت له مشرانو سره نږدې اړیکې لري خو افغانستان ته یې د سفر او هلته د روزنې لپاره ظرفیتونه او امکانات محدود دي. دا ادعا سرپرست حکومت رد کړې او ويلي يې دي چې القاعده ډله يې په افغانستان کې ځپلې ده.
سرچینې زیاته کړې چې د امریکا د دفاع وزارت د ارزونې پر اساس، د افغانستان اوسني حکومت یو لړ اقدامات کړي چې له ترهګرۍ سره د مبارزې په برخه کې د قطر په تړون کې خپلې ډېرې ژمنې عملي کړي، خو وايي چې د دغو اقداماتو څارل او روان ساتل مهم دي.
خو د امریکا د مرکزي قوماندانۍ خبرداری ورکړی چې ښايي نوی حکومت په راتلونکو ۱۲ یا ۲۴ میاشتو کې دا محدودیتونه نرم کړي چې ورسره به القاعده د ازاد تګ راتګ، د روزنې، سفر او د بهرنیو عملیاتو د بیا ترسره کولو ظرفیت او امکان ترلاسه کړي.
په دغه راپور کې د داعش د ګواښ په اړه لیکل شوي چې له افغانستانه د امریکايي ځواکونو له وتلو او د ترهګرۍ ضد عملیاتو له کمولو وروسته د داعش- خراسان ډلې په دغه هېواد کې خپل جذب او جلب زیات کړی دی.
په راپور کې ویل شوي چې د داعش- خراسان ډله په افغانستان کې لا هم یو لوړ تهدید دی او د مخکنۍ ارزونې پر اساس، شاوخوا ۲۰۰۰ جنګیالي لري.
راپور وايي، که د داعش- خراسان ډله له روان حالته ګټه واخلی، په راتلونکو ۱۲ او ۱۸ میاشتو کې به د بهرنیو عملیاتو ترسره کولو ظرفیت پیدا کړي چې د امریکا په ګډون لوېدیځ به په نښه کړي.
سرچینې زیاته کړې چې د داعش ډلې د کال په لومړیو درېیو میاشتو کې په افغانستان او پاکستان کې ۴۱ بریدونه کړي دي.
دا په داسې حال کې ده چې په وروستیو څو میاشتو کې په افغانستان کې د یو شمېر خونړیو بریدونو مسوولیت هم د داعش ډلې پر غاړه اخیستی چې سلګونه ولسي افغانان په کې ووژل او ژوبل شول چې اکثریت قربانیان یې شیعه افغانان دي.
د افغانستان سرپرست حکومت تر اوسه ددغه راپور په اړه غبرګون نه دی ښودلی، خو تر دې مخکې یې ویلي وو، چې په افغانستان کې یې د داعش ډله ختمه کړې او سلګونه غړي یې وژلي، ژوبل کړي او نیولي دي.
دغه راز سرپرست حکومت په افغانستان کې دالقاعدې شتون او فعالیتونو راپورونه هم رد کړي دي.