Language

هرات او بلخ کې وسلې او مهمات کشف او ترلاسه شوي

مزارشریف (پژواک، ۲۷ غویي، ۱۴۰۱): حکومتي مسوولینو په بلخ او هرات ولایتونو کې د وسلو او مهماتو د یوې لویې زېرمې د کشف او ترلاسه کولو خبر ورکړی دی.

د بلخ مرکز مزارشریف ښار کې د دغه ولایت امنیتي مسوولینو له لوري د یو لړ ځانګړو عملیاتو په ترڅ کې دوولس M16 وسلې کشف او ضبط شوې دي.

د بلخ امنیې قوماندانۍ په خبرپاڼه کې راغلي چې دغه وسله یې د امنیې قوماندانۍ

د امنیتي ځواکونو په ځانګړو عملیاتو کې کشف کړې او ورسره په تړاو  یې د قربان په نوم یو کس نیولی دی.

بلخوا د کورنیو  چارو وزارت ویلي چې د پولیسو ځانګړو خواکونو د هرات په کهسان ولسوالۍ کې د یو لړ عملیاتو په ترځ کې د مهماتو یوه زېرمه ترلاسه کړې ده. 

سرچینې زیاته کړې، په دې زېرمه کې څو میله هاوان، د هوان مرمیو صندوقونه او د سپکو او درنو وسلو زرګونه مرمۍ شاملې دي.

 

Related Topics