[restrict paid=”true”]
شبرغان (پژواک، ۲۸ غویی ۱۴۰۱): د جوزجان ولایت د قوشتپې ولسوالۍ پر لاره د یوه مازدا موټر چپه کېدو پېښه کې ۵ کسان مړه او ۲۸ نور ټپیان شوي دي.
د قوشتپي ولسوال روحالله عثماني پژواک خبري اژانس ته وویل، دغه پېښه تېره شپه شاوخوا ۱۱ بجې د دې ولسوالۍ په «ترکمنقدوق» سیمه کې رامنځته شوې ده.
د عثماني په وینا، دغه موټر له قوشتپې ولسوالۍ شبرغان ښار ته پر لاره و چې په یوه غونډه کې د موټر بې کنټروله کېدو له امله له سړکه اوښتی او یوې کندې ته غورځېدلی دی.
هغه زیاته کړه: «په دې پېښه کې ۲۸ کسان ټپیان او پنځه نور مړه شوي دي؛ دا کسان ټول د قوشتپې ولسوالۍ اوسېدونکي وو چې د کسب او کار لپاره شبرغان ښار ته تلل.»
د جوزجان د عامې روغتیا ریاست سرپرست عبدالغني صمیم هم دغه روغتون ته د ۲۸ ټپیانو د وروړلو خبر ورکړی او ویې ویل چې په دې پېښه کې پنځه کسان مړه شوي او مړي یې تر اوسه په روغتون کې دي.
د هغه په خبره، د ځینو ټپیانو روغتیایي وضعیت د اندېښنې وړ دی، خو ټول يې د ډاکټرانو تر جدي څارنې لاندې دي.
د قوشتپې ولسوالۍ اوسېدونکی حمیدالله وایي، ورور یې په دې پېښه کې ټپي شوی او هغه شبرغان ښار ته د مزدورۍ لپاره روان و.
نوموړي څرګنده کړه: «ورور مې له یوه ساختماني شرکت سره کار کاوه او غوښتل یې چې شرکت سره د نوي کار د قراراداد لپاره بلخ ته لاړ شي»
د جوزجان ولایت قوشتپه ولسوالي له شبرغان ښاره ۹۰ کیلومتره واټن لري چې لاره یې خرابه او تګ راتګ پرې ستونزمن دی او وخت نا وخته پکې ترافيکي پېښې رامنځته کېږي.
[/restrict]
Views: 5
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن