کابل (پژواک، ۲۸ غویی ۱۴۰۱): د کابل ښاروالۍ مسوولین وایي، دغه بنسټ په پام کې لري چې روان کال د یاد ولایت په ۲۲ ناحیو کې ۱۸۱ مختلفې پروژې تطبیق کړي.
کابل ښاروالي نن (چارشنبې، د غویي ۲۸مه) د حکومت د رسنیو په مرکز کې د روان کال د پروژو او بوجې په اړه د معلوماتو ورکولو په موخه غونډه جوړه کړې وه.
د کابل ښاروال مولوي عبدالرشید بلوچ وویل، کابل ښاروالي د یوه خدماتي بنسټ په توګه، سږ کال ۱۸۱ نوې پروژې پلان کړې چې بودجه یې له څلور میلیارده او ۸۱۱ میلیونو افغانیو اوړي.
هغه زیاته کړه، د یادو پروژو ټول لګښت له کورنیو عواید چمتو کېږي چې نوي سړکونه، د ویجاړو شوو سړکونو بیارغول او د ښار پاکوالی پکې شامل دي.
هغه د دغو پروژو په تطبیق کې د کابل له ښاریانو د مرستې غوښتنه وکړه او د دوی مرسته یې اغېزناکه وبلله.
د کابل ښاروالۍ د پلان، پالېسۍ، څارنې او ارزونې رییس محمداصف جلالزي په یاده ناسته کې وویل، کابل ښاروالي د نوي کال لپاره چې پیل شوی، نوې پروژې په پلان کې لري او په دې پروژو کې متوازنه پراختیا بنسټیز اصل دی چې دغه بنسټ ورته پاملرنه کوي.
هغه زیاته کړه، د روان کال بودجه د نړیوالو معیارونو له مخې چمتو شوې ده؛ دا مهال د تېر په څېر د کابل هېڅ ناحیه بې پروژې نه ده او په هره ناحیه کې پروژه په پام کې نیول شوې ده.
نوموړي وویل، د یادو پروژو تطبیق باید د پام وړ پایلې ولري او د کابل ښاریانو ټولنیزې ستونزې هواري کړي.
جلالزی زیاتوي، په دغو پروژو کې ترانسپورټي، ترافیکي او د سرسبزۍ پروژې هم شاملې دي؛ ځکه سرسبزي له روحي او روغتیایي پلوه د کابل ښاریانو لپاره اړینه ده.
هغه څرګنده کړه چې د ښاروالۍ ټولیزه بودجه ۸ میلیارده افغاني ده، چې ۴،۸۱۲ میلیارده یې پراختیایي او ۳،۱۸۸ میلیارده نوره یې عادي بودجه ده.
هغه وویل: «مخکې به د کابل ښاروالي ټوله پراختیایي بودجه ۴۵٪ او عادي بوجه ۵۵٪ وه؛ خو سږ کال ۶۱٪ پراختیایي او ۳۹٪ عادي بوجه ده.»
نوموړي زیاته کړه: «د کابل ښاروالي له ټولې بودجې ۶۱ سلنه یې پراختیایي او ۳۹ سلنه یې عادي بودجه ده؛ دا چې د کابل ښار بهبودول د ښاروالۍ په لومړیتوب کې دی، له همدې امله مو پراختیایي بودجه ډېره په پام کې نیولې ده.»
کابل ښاروالي ډاډ ورکوي چې د دغه بنسټ په پروژو کې د روڼوالي بحث له اړینو اصلونو دی؛ کابل ښاروالي ورته جدي پاملرنه کوي او حاضر ده چې د راټولو شوو عوایدو په اړه کابل ښاریاتو ته حساب ورکړي.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن