[restrict paid="true"]
مهترلام (پژواک، ۲۸ غویی ۱۴۰۱): د لغمان ښاروالي وايي چې په تېرو پنځو ربعو کې يې له ۲۱ عایداتي سرچينو ۹۶ میلیون، ۲۲۲زره او ۱۶ افغانۍ عوايد ټول کړي دي.
دغه څرګندونې پرون د مهترلام ښاروال مولوي عبیدالله ثاقب خلکو ته د حساب ورکولو په يوه پروګرام کې وکړې.
نوموړي نن پژواک ته وویل چې د پنځو ربعو په عوايدو کې ۵۹ میلیونه، ۲۶۲زره او ۹۵۲ ثابت عواید او ۴۳ میلیونه، ۵۹۲زره او ۶۴ افغانۍ غیر ثابت عواید شامل دي.
هغه وویل چې موږ په تېرو پنځو ربعو کې د لګښت لپاره ۱۶۲ میلیونه، ۲۸۵زره او ۵۵۹ افغانۍ بودجه بېله کړې وه چې ۷۲ میلیونه، ۴۵۳زره او ۵۳ عادي بودجه او ۸۹ میلیونه، ۸۳۲زره ۵۰۶ افغانۍ پراختيايي بودجه وه.
ده زیاته کړه چې له عادي بوجې ۳۶ میلیونه، ۴۳۴زره او ۵۷۶ افغانۍ مصرف شوې او له پراختيايي بودجې ۴۶ میلیونه، ۱۹۶زره او ۳۹۱ افغانۍ لګېدلې دي.
[/restrict]