ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

کندهار کې د غنمو بیه نږدې نیمايي لوړه شوې ده

کندهار کې د غنمو بیه نږدې نیمايي لوړه شوې ده

author avatar
18 May 2022 - 18:08
کندهار کې د غنمو بیه نږدې نیمايي لوړه شوې ده
author avatar
18 May 2022 - 18:08

[restrict paid=”true”]

کندهار (پژواک، ۲۸ غویی ۱۴۰۱): په کندهار ولایت کې په وروستیو دوو میاشتو کې د غنمو بیه نږدې نیمايي لوړه شوې چې خلک یې اندېښمن کړي دي.

د کندهار اوسېدونکي وايي، مخکې په دغه ولایت کې د یوه من/۴،۵ کیلوګرامه غنمو بیه ۱۳۰ افغانۍ وه؛ خو په دې وروستیو کې ۲۰۰ افغانیو ته لوړه شوې چې هر څوک یې د پېرلو توان نه لري.

خلک او کروندګر، د غنمو د بیې د لوړوالي لاملونه د دغه بوټي کم کښت او پر ځای یې د کوکنارو کرل، د اوبو کمښت، وچکالي او نور ګڼي.

د ارغنداب ولسوالۍ یوه کروندګر شاه محمد پژواک خبري اژانس ته وویل، په دغه ولایت کې په داسې حال کې د غنمو بیه نیمايي لوړه شوې چې دا مهال یې لو روان دی.

هغه زیاته کړه: «سږ کال په کندهار کې ډېر کم غنم کرل شوي، ځکه کروندګرو یې پر ځای د کوکنارو کرلو ته مخه کړې وه؛ خو هغوی چې غنم یې کرلي د اوبو د کمښت او وچکالۍ له امله یې حاصلات کمزوري دي.»

ده د بېلګې په توګه یادونه وکړه چې پخوا له یو جریب ځمکې یو خروار غنم ترلاسه کېدل؛ خو سږ کال ترې ۳۰ یا ۴۰ منه ترلاسه شوي دي.

د همدې ولسوالۍ بل کروندګر نعمت الله هم د ورته ستونزو یادونه کوي او وايي، تېر کال یې پر خپله نهه جریبه ځمکه غنم کرلي وو، خو سږ کال یې د اوبو د کمښت له امله پر پنځه جریبه ځمکه د غنمو کښت کړی و.

هغه پژواک ته وویل، ډېرو نورو کروندګرو هم پر خپلو ځمکو کم غنم کرلي وو؛ خو ډېرو بیا د کوکنارو کرلو ته مخه کړې وه چې له امله یې د غنمو حاصلات کم شوي او بیه یې لوړه شوې ده.

دغه کروندګر زیاته کړه: «سږ کال د کوکنارو په خاطر هم غنم لږ کرل شوي، ځکه ډېرو خلکو پر خپلو ځمکو کوکنار وکرل، ځینو بزګرانو بیا بېخي خپل غنم وچ کړل او اوبه یې یوازې د کوکنارو کښت ته ور ایله کړې وې؛ ځکه د دواړو کښتونو لپاره یې بسنه نه کوله.»

په کندهار کې د غنمو ژرنده‌ګړي او پلورونکي هم د غنمو له لوړې بیې شکایت کوي.

په کندهار ښار کې د غنمو یوه ژرنده‌ګړي الله نظر پژواک خبري اژانس ته وویل، د یو من داماني غنمو بیه- چې د ډوډۍ لپاره تر ټولو ښه غنم دي- ۲۱۰ افغانۍ ده.

دی وايي، سږ کال ډېری کروندګر غنم نه پلوري؛ ځکه لږ یې کرلي دي او ځانونو ته یې ساتي چې دې چارې د غنمو پر بیې اغېز کړی دی.

هغه زیاته کړه: «پخوا چې به د غنمو لو پیل شو، نو موږ ته به د خرڅلاو لپاره ډېر غنم راوړل کېدل؛ خو سږ کال کم دي، په کمه اندازه یوازې د اوړه کولو لپاره راوړل کېږي.»

د اوړو او غنمو پلورونکي هم وايي چې تر پخوا د غنمو بیه تر ۵۰ سلنې ډېره لوړه شوې ده.

د بلال احمد په نوم یوه پلورونکي پژواک ته وویل، په تېرو شاوخوا دوو اوونیو کې د وطني اوړو او غنمو په بیه کې درې سوه افغانۍ توپير راغلی.

هغه زیاته کړه: «موده مخکې ۴۵ کیلوګرامه وطني اوړه په ۲۰۰۰ افغانۍ پلورل کېدل، خو اوس یې بیه ۲۲۰۰ افغانیو ته لوړه شوې ده؛ همداسې غنم هم حساب کړه.»

د کندهار د کرنې ریاست ته که څه هم سږ کال په دغه ولایت کې د کرل شوو غنمو کچه معلومه نه ده، خو دا اداره هم وايي چې سږ کال غنم کم کرل شوي دي.

د کرنې ریاست د ترویج مدیر عبدالغفور پژواک خبري اژانس ته وویل: «سږ کال کم غنم کرل شوي، ځکه وچکالي ده خو د غنمو د کرلو د کچې په اړه معلومات ځکه نشته چې تر اوسه یې حاصلات نه دي ټول شوي؛ نو په تخمیني ډول هم نه شو ویلای چې پر څو جریبه ځمکه کوکنار کرل شوي دي.»

په کندهار کې په داسې حال کې د غنمو بیه لوړه شوې چې د تېر په پرتله د خلکو اقتصادي وضعیت خراب شوی او له سرپرست حکومته یې د ښه کېدو غوښتنه کوي.

[/restrict]

 

Views: 104

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.