Language

په کندوز کې یو صراف له زوی او منشي سره ووژل شول

کندوز (پژواک، ۲۹ غویی ۱۴۰۱) : ځایي چارواکي وایي، چې په کندز ولایت کې یو صراف له خپل زوی او منشي سره وژل شوي دي.

د کندوز ولایت د صرافانو د اتحادیې رییس حاجي عبدالحي د غویي په ۲۹مه، پژواک اژانس ته وویل چې دا پيښه نن مازیګر ناوخته په شاوخوا شپږو بجو د ښار په څلورمه ناحیه کې رامنځته شوې ده.

هغه زیاته کړه، دغه صراف له خپل زوی او منشي سره له کار ځای څخه د کور په لوري روان وو، چې د ستاق شهر په سیمه کې د نامعلومو وسله والو لخوا ووژل شول.

د کندوز ښار د څلورمې امنیتي حوزې جنایي امر ذبیح الله نوري ددې پيښې د تایید ترڅنګ پژواک ته وویل چې په اړه یې پلټنې پيل شوې دي.

Related Topics