ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

په دایکندي کې اوه نوي کانونه موندل شوي دي

په دایکندي کې اوه نوي کانونه موندل شوي دي

author avatar
20 May 2022 - 17:02
په دایکندي کې اوه نوي کانونه موندل شوي دي
author avatar
20 May 2022 - 17:02

نیلي (پژواک، ۳۰ ثور ۱۴۰۱): د دایکندي د کانونو او پترولیم آمریت چارواکي وايي، چې په دغه ولایت اوه نوي کانونه موندل شوي دي.

د دایکندي ولایت د کانونو او پترولیم آمر مولوی محیب‌الله شکیب، پژواک خبري آژانس ته وویل، په دایکندي کې د ډبرو کانونو د نویو اوه نورو ساحو په موندلو سره، په دغه ولایت کې د موندلو شویو کاني ساحې شمېر ۱۲ ته رسېږي.

هغه وویل، نوي موندل شوي کانونه د دغه ولایت په گیزاب، خدیر، اجرستان و پاتو ولسوالیو کې موقعیت لري، چې سرب، مرمر ډبرې او ډبرو سکاره په کې شامل دي.

شکیب زیاته کړه، دغه کانونه د سرپرست حکومت تر راتګ مخکې، په ناقانونه ډول ایستل کېدل او قاچاق کېدل، خو اوسمهال د سرپرست حکومت په راتګ سره، په دغه ولایت کې په بشپړ ډول د قیمتي ډبرو او نورو کانونو د ناقانونه ایستلو او قاچاق مخه نیول شوې ده.

د ده د معلوماتو له مخې، اوسمهال یو کوچنی شرکت د دغه ولایت مرکز ولسوالۍ په «میش» کلي کې د مرمرو ډبرو د ایستلو جواز ترلاسه کړی، چې په نژدې راتلونکي به عملي چارې یې په رسمي توګه پرانېستل شي.

Views: 128

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.