کابل (پژواک، ۳۱ غویی ۱۴۰۱): پخواني ولسمشر حامد کرزي ویلي، مخ پټول حجاب نه دی او څادري هم په افغاني فرهنګ کې نشته، خو د امر بالمعروف وزارت دغو څرګندونو ته په غبرګون کې لیکلي چې حجاب یو الهي حکم دی او په دې اړه د کرزي خبرې د تبصرې وړ نه دي.
د حجاب په اړه «توضیحي او تطبیقي» طرحه د غویي په ۱۷مه اعلان شوه.
په طرحه کې راغلي، بدن چې په هر ډول جامو وپوښل شي، حجاب بلل کېږي خو جامې باید دومره نرۍ او تنګې نه وي چې بدن ترې ښکاره شي. په طرحه کې څادري غوره حجاب بلل شوی دی.
په طرحه کې څادري تر ټولو غوره حجاب بلل شوی او په کې راغلي، هغه ښځې چې د عمر له پلوه زړې یا ځوانې نه دي، له نامحرمو نارینهوو سره د مخامخ کېدو پر مهال له فتنې د مخنیوي لپاره باید له سترګو پرته خپل مخونه له شرعي لارښوونې سره سم پټ کړي.
د غویي په ۲۹مه د امر بالمعروف او نهي عنالمنکر وزارت له انځوریزو رسنیو غوښتي وو چې د حجاب په اړه له مخکې اعلان شوې طرحې سره سم دې ښځینه ویاندویانې د خپرونو وړاندې کولو پر مهال له سترګو پرته نور مخ پټ کړي.
پخواني ولسمشر حامد کرزي تېره ورځ له «سي اېن اېن» امریکایي رسنۍ سره په مرکه کې ویلي چې د مخ پټول حجاب نه دی، بلکې یو فرهنګ دی چې د نړۍ په ځینو هېوادونو کې رواج دی، خو په افغاني فرهنګ کې نشته.
د کرزي په وینا، اوږد ټيکری چې په کلیو کې یې مېرمنې کاروي، په افغاني فرهنګ کې حجاب دی.
کرزي دا هم ویلي چې څادري په افغاني فرهنګ کې نشته او دغه دود افغانستان ته له بهره راوړل شوی دی.
حامد کرزي د افغانستان له سرپرست حکومته غوښتي چې د خپل هغه دستور په اړه بیا کتنه وکړي چې ویلي یې دي، ښځینه ویاندویانې دې د خپرونو وړاندې کولو پر مهال له سترګو پرته نور مخ پټ کړي.
خو د امر بالمعروف وزارت د کرزي دغو څرګندونو ته په غبرګون کې پر خپله ټويټرپاڼه لیکلي: «د حجاب په اړه د کرزي خبرې د تبصرې وړ نه دي، هغه په تېرو شلو کلونو کې د پردیو خوشالولو لپاره نورو افغان خویندو ته د هر ډول ازادۍ غوښتنه کوله او اسباب یې برابرول، خو خپله یې تر پايه کومه رسنۍ کې کور ودانه (مېرمن) په هغه ډول راښکاره نه شوه چې له نورو یې غوښتل.»
دغه وزارت زیاتوي: «حجاب یو الهي حکم دی چې هدف ترې د مسلمانو خویندو د وقار ساتل دي او همدا زموږ هدف هم دی، څو مو خپلې خویندې له وقار او عزت څخه برخمنې کړې وي.»