Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

د کندوز په دولتي روزنتون کې یتیم ماشومان د درسي موادو له نشتوالي شکایت لري

[restrict paid="true"]

کندوز ښار (پژواک، ۳۱ غویی ۱۴۰۱): د کندوز په دولتي روزنتون کې ځينې یتیم ماشومان، د درسي موادو او نورو امکاناتو له کمښته شکایت لري او وایي، حکومت باید ورته د ښه تعلیم زمینه برابره کړي.

په ورته وخت کې، د کندوز سیمه‌ییز چارواکي د دغه ولایت په روزنتون کې د امکاناتو نشتون مني، خو وایي چې د دغو ستونزو د هواري لپاره هڅې روانې دي.

د کندوز په دولتي روزنتون کې یو یتیم ماشوم محب الله چې پر زده‌کړو بوخت دی وایي، موخو ته د رسېدو لپاره وروستۍ هیله یې همدغه روزنتون دی.

خو هغه وایي، په دغه روزنتون کې درسي مواد او امکانات ډېر کم دي؛ نو له همدې امله نه شي کولی چې په سم ډول درس ووایي.

دغه راز، په دغه روزنتون کې یو بل ماشوم نورالله هم دامکاناتو له نشتوالي شکایت کوي او وایي، حکومت او مرستندویه موسسې باید له دوی سره همکاري وکړي څو په ښه ډول درس ووایي.

په یاد روزنتون کې یو ښوونکی اسدالله احمدي وایي: «په دغه روزنتون ماشومانو ډېر رنځ لیدلی؛ دلته چې اوس کوم ماشومان درس وایی، د خوراک او قرطاسيې له پلوه له ستونزو سره مخ دي؛ مخکې به دولتي او شخصي موسسو همکاري کوله، نن هیڅ یوه موسسه نشته چې له دوی سره همکاري وکړي.»

له بلې خوا، د کندوز د کار او ټولنیزو چارو رییس مولوي احمدشاه حقاني دغه ستونزې مني او پر هواري یې ټينګار کوي.

هغه وایي: «موږ دغو ماشومانو ته په کمو امکاناتو د زده‌کړې پروګرام برابر کړی؛ فعلا دغه ماشومان تر یوې بجې درس وایي او بیا رخصتیږي؛ بودجه چې تصویب شي نو ستونزي به هواري شي؛ له موسسو غواړو لکه څرنګه مو چې مخکې له یتیمانو سره همکاري کوله، هماغه شان دې اوس هم همکاري وکړي.»

د یادونې ده، اوسمهال د کندوز په دولتي روزنتون کې تر ۸۰ زیات یتیم ماشومان پر زده‌کړو بوخت دي.

[/restrict]

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.