ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د غور خلک په بازار کې د زړو بانکنوټونو له ډېرېدو شکایت لري

د غور خلک په بازار کې د زړو بانکنوټونو له ډېرېدو شکایت لري

author avatar
21 May 2022 - 19:57
د غور خلک په بازار کې د زړو بانکنوټونو له ډېرېدو شکایت لري
author avatar
21 May 2022 - 19:57

فېروزکوه (پژواک، ۳۱ غویی ۱۴۰۱): د غور مرکز فېروزکوه ښار ځينې اوسېدونکي، د دغه ولایت په بانکونو او مارکېټونو کې د زړو بانکنوټونو له ډېرېدو شکایت لري.

هغوی وایي، په وروستیو میاشتو کې په غور کې زاړه او جعلي بانکنوټونه ډېر شوي او د راکړې ورکړې بهیر یې له ستونزو سره مخ کړی دی.

۲۶ کلن محمد عوض چې د خوراکي توکو پېرلو لپاره د فېروزکوه ښار منډوي ته راغلی، پژواک خبري اژانس ته وویل: «غواړم یوه بوجۍ وریجې واخلم؛ خو پیسې مې زړې دي او هټۍ‌وال راته وایي چې یو یې رنګ شوی نه چلېږي، بل یې شکېدلی د چلښت وړ نه دی، بل یې بل څه شوي، نه پوهېږم څه وکړم؛ نوې پیسې خو نشم چاپولی، دولت باید د ملت غم وخوري.»

د غور د دغه اوسېدونکي په خبره، د ولایت ټول بانکونه هم خپلو مشتریانو ته زاړه بانکنوټونه ورکوي.

له بلې خوا، د فېروزکوه ښار ځينې پلورونکي پژواک اژانس ته وایي چې هره ورځ له خلکو سره د زړو او جعلي پیسو له امله په جنجال وي.

د یاد ښار یو هټۍ‌وال جمعه خان وایي: «موږ هره ورځ له خپلو مشتریانو سره نښتي یو؛ دا چې جعلي او زاړه نوټونه ډېر شوي نو موږ هم نه شو کولی چې خپل اجناس په هغو پیسو چې د چلښت وړ نه وي او زړې وي ورکړو؛ که ډېرې زړې پيسې واخلو نو موږ تاوان کوو.»

د غور پلورونکي او پېرېدونکي له حکومتي مسوولینوغواړي چې ټول جعلي او زاړه بانکنوټونه راټول کړي او ویې سوځوي، څو خلک له ستونزو سره مخ نه شي.

د غور یو صراف عبدالحمید غفوري پژواک ته وویل: «موږ په هغه صورت کې له خلکو زړې او نمبر بدلې پیسې اخلو چې مرکزې بانک هم موږ سره مرسته وکړي او زاړه بانکنوټونه راڅخه واخلي او پر ځای یې موږ ته نوې پیسې راکړي، له دې پرته موږ هم نه شو کولای چې له خلکو دا ډول پیسې واخلو.»

په غور کې د پژواک سیمه‌ییز خبریال هڅه کړې څو په دې اړه د یاد ولایت د سیمه‌ییزو مسوولینو او په ځانګړي ډول «د افغانستان بانک» نظر را واخلي، خو له پرله پسې اړیکو نیولو سره سره ونه توانېد.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.