Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

یونیسف افغانستان کې پنځه زره نور سیمه‌ییز ټولګي جوړوي

کابل (پژواک، ۳۱ غویی ۱۴۰۱): د ماشومانو لپاره د ملګرو ملتونو د ملاتړ ادارې (یونیسف) مرستیالې، د پوهنې له سرپرست وزیر سره د لیدنې پر مهال ویلي، په پام کي لري چې افغانستان کې پنځه زره نور سیمه‌ییز ټولګي جوړ کړي.

د پوهنې وزارت په خبرپاڼه کې راغلي چې د دغه وزارت سرپرست وزیر ‎شیخ مولوي نورالله منیر، د ماشومانو لپاره د ملګرو ملتونو د ملاتړ ادارې (یونیسف) له مرستیالې حنان سلیمان او ورسره مل پلاوي سره لیدلي دي.

سرچینې لیکلي چې د یونیسف مرستیالې په دغه لیدنه کې د افغانستان له ښوونیز نظام د بشپړ ملاتړ لپاره خپله ژمنتیا بیا تکرار کړه او ویې ویل چې دغه اداره دا مهال په افغانستان کې نږدې نهه زره سیمه‌ییز درسي ټولګي لري.

د هغې په وینا، یونیسف په پام کې لري چې په راتلونکې کې په افغانستان کې پنځه زره نور سیمه‌ییز ټولګي هم جوړ کړي.

د پوهنې سرپرست وزیر هم د افغانستان په تعلیمي ډګر کې د یونیسف هلې ځلې ستایلې او ویلي یې دي چې د یاد بنسټ ټول ښوونیز پروګرامونه په تېره بیا سیمه‌ییز درسي ټولګي، د تعلیمي چوپړ یوه غوره او اغېزناکه بڼه ده.

ده ویلي، د پوهنې وزارت د کمیت او کیفیت له پلوه د یادو ټولګیو د لا پیاوړتیا لپاره له یونیسف سره په ګډه کار کوي.

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.