کابل (پژواک، ۳۱ غویی ۱۴۰۱): له افغان شخصیتونو سره د اړیکو او هېواد ته د هغوی راستنولو کمېسیون وايي، له افغانستانه وتلو ټولو سياسي او نظامي شخصيتونو لپاره هېواد ته د راتګ زمينه برابروي او د هغوی له راستنېدو وروسته هيڅوک یا اداره د هغوی د نیولو او ځورولو حق نه لري.
دغه کمېسیون - چې د تېر کال کب په ۲۶مه جوړ شوی- اووه غړي لري؛ مشري یې د کانونو او پټرولیم سرپرست وزیر شهاب الدین دلاور کوي، د بهرنیو چارو وزارت سرپرست امیرخان متقي، د اطلاعاتو او کلتور وزارت سرپرست خیرالله خېرخواه، لوی درستیز فصیحالدین فطرت، د استخباراتو مشر عبدالحق وثیق، محمد خالد حنفي او انس حقاني یې نور غړي دي.
افغان شخصیتونو سره د اړیکو او هېواد ته د بېرته راستنېدو کمېسیون ویاند او د ملي راډيو ټلویزیون مشر احمدالله وثیق نن (شنبه) په همدې مناسبت جوړه شوې غونډه کې د یاد کمېسیون لایحه ولوسته؛ په هغه کې راغلي چې دا کمېسیون د هغو ټولو سیاسي او نظامي شخصيتونو په اړه بشپړ معلومات راټولوي او ځایونه یې تثبیتوي چې په هېواد کې له وروستیو بدلونونو څخه مخکې یا وروسته د نه خوندیتوب له امله بهر ته تللي او یا په هېواد کې دننه دي، خو له اوسني سرپرست حکومت سره مخالفت لري.
په دې لايحه کې زياته شوې، کمېسیون به هغه افغانان چې په هېواد کې د خوندیتوب د ډاډینې له ورکولو وروسته د عادي ژوند لپاره بېرته راستنېدو ته لېوالتیا لري، تشخیصوي، لېستونه به یې برابروي، اړیکې به ورسره نیول کېږي او د راتلو زمینه ورته برابروي.
په لایحه کې څرګنده شوې: «کوم اشخاص چې د کمېسیون په توسط هېواد ته د خوندي ژوند تېرولو لپاره راستانه شي، د اسلامي امارت د عمومي عفوې د فرمان په اساس د هغوی د تېرو ملکي یا نظامي دندو د ترسره کولو له امله یې هېڅوک یا اداره د نیولو او ځورولو حق نه لري، که چېرې راستنو شویو اشخاصو ته د هر چا یا ادارې له لوري ګواښ متوجه شو، کولی شي کمېسیون ته خبر ورکړي ترڅو کمېسیون له متخلفینو سره شرعي چلند وکړي.»
د یاد کمېسیون لایحې په بله ماده کې راغلي، که له راستنو شویو کسانو سره څوک شخصي دعوه ولري، دغه کمېسیون ته به مراجعه کوي؛ څو د سترې محکمې له لارې عدلي او قضايي ادارو ته راجع شي، له دې پرته هیڅوک حق نه لري چې په خپل سر اقدام وکړي.
لايحه کې زياته شوې، که د کمېسیون له لارې هېواد ته راستانه شوي هېوادوال امنیتي اندېښنې ولري، د هغوی شخصي امنیت تأمینولو لپاره د کمېسیون لزوم دید لهمخې د استخباراتو په چوکاټ کې هغوی ته ساتونکي هم ورکولی کېدای شي.
دا لايحه څرګندوي، هغه راستنېدونکي افغانان چې د خصوصي سکټور په برخه کې فعالیت او کار کول غواړي یا یې مخکې درلود، د حکومت له لوري د کار کولو ممکنه اسانتیاوې ورته برابریږي.
په لايحه کې په ډاګه شوې، د کمېسیون په واسطه ټول ملکي کارکوونکي د وزیرانو، معینانو، لویو او وړو رییسانو، نارینه او ښځینه کارکوونکو، د پارلمان وکیلانو او سناتورانو په ګډون، نظامي قوماندانان، د اردو، استخباراتو او پولیسو افسران، د هوايي ځواک افسران او سیمهییزو پولیسو قوماندان او افراد له پورتنیو امتیازو څخه برخمن کېدای شي.
د کمېسیون په لایحه کې دا هم راغلي چې د هېواد په داخل کې که څوک له حکومت سره مخالفت ولري او له مخالفت لاس واخلي، په راتلونکي کې په عادي او سولهییز ډول ژوند غواړي، نو هغه له یادو امتیازاتو برخمن کېدای شي.
د یاد کمېسیون مشر د کانونو او پټرولیم وزارت سرپرست شهاب الدین دلاور، په همدې مناسبت جوړه شوې غونډه کې وویل، اوس هغه وخت تېر شوی چې افغانان نورو هېوادونو کې خپل وخت په پردیسۍ کې تېر کړي.
ده زياته کړه، حکومت د هر چا د مال او سر ساتنه کوي، افغانستان د ټولو کور دی، افغانان نور له جنګه ستړي او شوم پلانونه هم نور ناکام دي، له همدې امله ټول افغانان باید خپل هېواد ته راستانه شي.
د دلاور په وینا، تر اوسه ورسره له ترکیې، تاجکستان، ایران او نورو هېوادونو ډېرې اړیکې نیول شوې او ژر ده چې ډېر افغانان به بیرته خپل هېواد ته راستانه شي.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP