[restrict paid=”true”]
جلال اباد (پژواک، د غبرګولي لومړۍ نېټه ۱۴۰۱): د ننګرهار ولايت په کامې او ګوشتې ولسواليو کې، د قراردادي شرکتونو له لوري د نفرايټو د ١١ کانونو د کيندولو چارې پيل شوې.
چارواکي وايي، له دغو کانونو څخه هر يو يې له ۵۰۰زرو تر نږدې ۶ ميليونه افغانيو ارزښت لري چې په کيندلو سره به یې د هېواد په عوایدو کې زیاتوالی راشي.
د يادو کانونو د کیندنې پرانېسته نن د غبرګولي په لومړۍ نېټه د ننګرهار مرستیال والي او د کانونو رييس له لوري وشوه.
د ننګرهار ولايت مرستيال مولوي محمد رباني ناصح له قراردادي شرکتونو مننه وکړه چې د کانونو کېندنو برخه کې يې پانګونه وکړه او دوی ته یې په ټولو قانوني چارو کې د همکارۍ او امنيت ټينګښت ډاډ ورکړ.
نوموړي وويل، دغو کانونو کې زرګونه کسانو ته د کار زمينه برابره شوې او ډاډ يې څرګند کړ چې په ننګرهار کې به سوداګرو ته د کانونو په برخه کې پانګونې په موخه لا ښې اسانتياوې او زمينې برابرې شي.
د کانونو رييس مفتي عبدالحميد وويل، قراردادونه افغاني شرکتونو سره شوي او هر کان کې شاوخوا پنځوس کسانو ته د کار زمينه برابره شوې ده.
نوموړي زياته کړه، د شوکاڼي د کېندنې چارې هم پیل او پکې زرګونه کسان په مستقيم او غېر مستقيم ډول په کار بوخت شوي دي.
د کامې ولسوال مولوي اختر محمد د يادو کانونو او کېندونکو د امنيت په ټینګښت کې د همکارۍ ډاډ ورکړ.
د دغو کانونو د پرانېستې په مراسمو کې ځايي قومي مشر ملک جهانزيب غوښتننه وکړه چې کانونه باید په مسلکي ډول وکېندل شي او خوښي يې وښوده چې خلکو ته پکې د کار زمينه برابره شوه.
ننګرهار کې د نفرايټو غني کانونه شته دي چې تېر کې د دغو کانونو د قاچاق په اړه اندېښنې موجودې وې؛ خو تازه سرپرست حکومت ياد کانونه شرکتونو ته په قرارداد ورکړل او خلکو ته يې پکې د کار زمينه برابره کړه.
[/restrict]
Views: 185
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن