کندوز (پژواک، ۲ غبرګولی ۱۴۰۱): د کندوز ولایت په شېرخان بندر کې چارواکي وایي، په سوداګریزو راکړو ورکړو کې له اته ورځني ځنډ وروسته، یاد بندر نن سهار د سوداګریزو او ټرانزیټي فعالیتونو پرمخ پرانیستل شو.
د کندوز د ګمرک رییس موسی کلیم مجاهدزاده وایي، دغه تصمیم یې له تاجک چارواکو سره د افغان سوداګرو د ستونزو له شریکولو وروسته نیولی دی.
نوموړي زیاته کړه، تاجک چارواکو په هغه ناسته کې چې د شېرخان بندر ګمرک له مسوولینو سره لرله، ژمنه کړې چې ټول هغه افغانان چې د تاجکستان ویزه لري، کولی شي له سرحده د تاجکستان خواته لاړ شي.
هغه وویل، تاجک چارواکو دغه راز افغانانو ته د تاجکستان د ویزې ورکولو له بیا پیلېدو خبر ورکړی دی.
دا په داسې حال کې ده چې تر دې مخکې افغانانو د تاجکستان ویزې په لرلو سره هم د شېرخان بندر له لارې دغه هېواد ته د ننوتلو اجازه نه لرله او اړ ول چې د دوبۍ له لارې دغې خاورې ته داخل شی.