Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

بغلان کې د ترافیکي پېښو له امله پنځو کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده

پلخمري (پژواک، ۲ غبرګولی ۱۴۰۱): د بغلان ولایت د ترافیکيو مسوولین وايي چې د دغه ولایت په خنجان ولسوالۍ کې د ترافیکي پېښې له امله د یوې ښځې په ګډون پنځو کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.

د بغلان د ترافیکو مدیر قاري نذیرالله عابدي د غبرګولې په ۲مه پژواک اژانس ته وویل چې نن سهار پنځه نیمې بجې د خنجان ولسوالۍ اړوند د ملخانو په نوم سیمه کې کرولا او هینو موټرو ټکر کړی دی.

هغه زیاته کړه چې په دې پېښه کې د چلوونکي په ګډون دوه کسان مړه او د یوې ښځې په ګډون دوه نور ژوبل شوي دي.

بلخوا د عامې روغتیا ریاست ویاند عبدالله ملنګ وایي چې د دوشي ولسوالۍ کلینیک ته یوه څلور کلنه نجلۍ چې مسافر وړونکي موټر وهلې وه، ور وړل شوې وه، خو وروسته یې په روغتون کې ساه ورکړه.

د یادونې ده، وړمه ورځ هم په مرکزي بغلان ولسوالۍ کې درې پر موټرسایکل سپاره په یوه ترافیکي پېښه کې مړه شوي وو.

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.