کابل (پژواک، ۲ غبرګولی ۱۴۰۱): د ورزش او المپیک ملي کمېټه وايي، د افغانستان ویلچرباسکټبال ملي لوبډلې نن په ټایلنډ کې د آسیا ونډې ګټلو په روانو سیالیو کې د متحده عربي اماراتو لوبډلې ته ۶۵ پر۵۰ ماتې ورکړه.
د افغانستان د ورزش او المپیک ملي کمېټې په خبرپاڼه کې راغلي، وړمه اونۍ د ویلچیرباسکټبال سیالۍ د يوولسو هېوادونو په ګډون په تایلنډ کې پیل شوې او له افغانستانه ۱۲ لوبغاړو او څلور کسیز پلاوي په کې ګډون کړی دی.
سرچينه زياتوي، د افغانستان لوبډلې نن سهار په خپله دويمه سيالۍ کې د متحده عربي اماراتو لوبډلې ته د ۶۵ـ ۵۰ په توپیر ماتې ورکړه.
د سرچينې د معلوماتو له مخې، د افغانستان لوبډلې په خپله لومړۍ لوبه کې د فیلیپین پر وړاندې ماته خوړلې وه.
د سرچینې د معلوماتو له مخې، ټاکل شوې د افغانستان ویلچیرباسکټبال لوبغاړي سبا «سه شنبه» د عراق د لوبډلې پر وړاندې د سيالۍ ډګر ته ووځي.
Views: 29
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن