Language

د هېواد مخکښ غېږنیوونکی پهلوان ابراهیم ومړ

کابل (پژواک، ۲ غبرګولی ۱۴۰۱): د افغانستان مخکښ غېږنیوونکی او مډال راوړونکی ورزش‌کار محمد ابراهیم احمدي ترکمني، مشهور په «پهلوان ابراهیم» پرون په کابل کې وفات شو.

د پهلوان ابراهیم کورنۍ رسنیو ته ویلي چې هغه تېره ورځ (یکشنبه، د غبرګولي لومړۍ نېټه) د کابل په یوه روغتون کې ومړ.

د پهلوان ابراهیم لمسي محمد زمان بي‌بي‌‌سي ته وویل، نوموړی په ۱۳۰۹ لمریز کال کي د پروان د سرخ پارسا ولسوالۍ په ترکمن دره کې زېږېدلی و او پرون د ورپېښې ناروغۍ له امله د کابل په یوه روغتون کې مړ شو.

د سرچینې د معلوماتو له مخې، پهلوان ابراهيم له ځوانۍ په دوديزه ډول د غېږنيولو تمرينونه کول، شاوخوا دوه لسیزې د افغانستان د ازادې غېږنيونې ملي لوبډلې غړى و، په ۱۹۶۲ میلادي کال کې یې د اندونزیا د جاکارتا اسیایي لوبو کې په ۶۳ کیلوګرام وزن کې د برونز مډال واخیست او د روم د ۱۹۶۰ کال المپیک لوبو او د ۱۹۶۴ کال د توکیو لوبو کې یې ګډون کړی و خو مډال یې نه و ګټلی.

د پهلوان ابراهیم مشر زوی کاظم احمدي وایي، پهلوان ابراهیم په ۱۳۷۰ کال کې د عبدالعلي مزاري په مشرۍ د وحدت ګوند په تاسیس او خیریه بشري چارو کې رول لوبولی دی.

د بدني روزنې او سپورټ عمومي رياست او د المپيک ملي کمېټې په يوه اعلاميه کې د نوموړي کورنۍ او ورزشي ټولنې ته د ډاډګېرنې او خواخوږۍ مراتبو وړاندې کولو ترڅنګ ليکلي چې پهلوان ابراهيم د هېواد د ورزش یوه وتلې څېره او تاریخ جوړوونکی و چې د اسیايي لوبو دویم مډال یې د ځان په نوم ثبت کړی دی.

سرچینه لیکي: «هغه نه یوازې د یو مډال ګټونکي په توګه، بلکې د یوه ښه روزونکي په توګه یې د ټولنې پر وړاندې خپل مسوولیت ترسره کړی او سلګونه ځوانان یې د ورزشي ټولنې لپاره روزلي دي.»

پخواني ولسمشر حامد کرزي په خپله فېسبوک‌پاڼه کې د پهلوان ابراهیم له کورنۍ سره خواخوږي څرګنده کړې او لیکلي یې دي: «مرحوم محمد ابراهیم پهلوان بې شمېره ویاړونه د خپل هېواد او خلکو لپاره ګټلي چې د سپورت په تاریخ کې به تل‌پاتې وي.»

د وحدت اسلامي ګوند مشر محمد کریم خلیلي هم په خپله فېسبوک پاڼه کې پهلوان ابراهیم د افغانستان لپاره  لومړنۍ مډال راوړونکی، مومن او خدمتګاره انسان بللی او لیکلي یې دي: «مرحوم حاجي قهرمان د غېږنیونې په برخه کې د ماهر روزونکي په توګه د هېواد ورزشي ټولنې ته ګڼ شمېر کسان روزلي او وړاندې کړي دي....»